
کابل ښار کې د هوايي ځواک یو پیلوټ ترور شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ناپېژاندو وسله والو د یو پیلوټ په ګډون دوه تنه وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
دا پېښه نن غرمه ۱۱ بجې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند فاضل بیګ سیمې د «رهنمای معاملات» په یو دفتر کې رامنځته شوې ده.
د پېښې عیني شاهدان وايي، په دغه وسله وال برید کې یو پیلوټ او یو بل تن وژل شوی او د رهنمای معاملات د دفتر څښتن هم ټپي شوی دی.
د کابل امنیه قومندانۍ تراوسه د پېښې په هکله څه نه دي ویلي.