افغانستان

غني: غواړو نظام ثبات ته ورسوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې پیل شوي دي او د مؤقت حکومت خبره د رسنیو سرلیک ګرځېدلې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وايي، د اوسني نظام د ثبات لپاره هڅه کوي.

غني چې ننګرهار ته د سفر په مهال یې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې جمهوریت یوه ګډه پانګه ده چې ګیلې او غوښتنې پکې مطرح کېدای شي او د همدې جمهوري نظام د ثبات لپاره باید کار وکړو  « زما ټوله دنده دا ده چې د ولس په اراده دولت خپل ځایناستي ته واک په قانوني توګه وسپاري، دلته جمهوریت زموږ او ستاسې مشترکه پانګه ده، چې پر یو او بل نیوکې او ګیلې کولی شو. غواړو نظام ثبات ته ورسوو.»

نوموړي وړاندې پر طالبانو غږ وکړ چې د ولس غېږې ته راشي او په خبره یې، که چېرې ولس هغوی ومني؛ دوی به هم غېږ ترې تاو کړي « طالبان دې د ولس غېږې ته راشي، که ولس لاس پرې کېښود، زر وارې رادې شي، له جګړې د وتلو لپاره موږ حاضر یو په خپله غېږ کې یې ونیسو، دوی دې هم واقعیت ومني، چې اوسنی افغانستان د ۱۹۰۰ پخوا افغانستان نه دی.»

غني ددې تر څنګ د ننګرهار لپاره د کار کولو ژمنه وکړه او د ښوونې وزیرې ته یې امر وکړ، چې ددې ولایت لپاره د ښوونکو څلو زره بستونه منظور کړي.

د نوموړي له قوله، د ننګرهار د ښار لپاره یې هم طرحه جوړه کړې او که چېرې په ښه او منظمه توګه عملي شي ننګرهار به د سیمې له غوره ښارونو وشمېرل شي.

ورته مهال د نوموړي لومړي مرستیال «امرالله صالح» بیا د سولې روان بهیر ته په اشارې وویل، چې طالبان د قدرت او واک لپاره جنګېږي او د دین لپاره جګړه نه کوي.

دده په خبره، هغوی له دیني نصوصو ځان باسي او د کابل د مذاکراتي ټيم له غړو سره په دیني برخه کې استدلال نشي کولای « طالبان هڅه کوي، چې له دیني مباحثو خپله پښه وباسي، موږ غواړو چې د شریعت په اساس مذاکره ورسره وکړو، خو دوی یې نه غواړي. »

صالح د اشرف غني د څېړنو په اساس، طالبان تورن کړل چې تېر کال يې د افغانستان اقتصاد ته دوه میلیارده ډالر زیان اړولی.

دغه غونډه چې له غني سره راغلي دولتي پلاوي تر څنګ د ننګرهار چارواکو او مدني فعالانو هم پکې برخه درلوده؛ پر غني توندې نیوکې هم وشوې.

په غونډه کې د ننګرهار یو تن فعال «ذبیح الله زمري» اشرف غني تورن کړ، چې کړې وعدې یې نه دي عملي کړې او اوس یې ننګرهاریان په ژمنو باور نه لري.

زمري اشرف غني ته په خطاب کې وویل، چې رایه له ننګرهاریانو غواړي خو مارشالي دوستم ته ورکوي، د مذاکراتي ټیم غړیتوب د دوستم زوی ته ورکوي او د دوستم لور په سنا کې سناتوره ټاکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx