په ټاکنیزې لانجې کې د کیري مداخله هغه نوره هم بحراني کوي

په پام کې ده چې سبا د جمعې په ورځ به د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرجان کیري کابل ته راشي او دلته به د سیالو نوماندانو ترمنځ په را ولاړه شوې لانجه کې منځګړیتوب وکړي.

سره له دې چې امریکايي مقاماتو په کراتو مراتو په افغاني ټاکنیزې پروسې کې د نه لاس وهنې ادعاوې کړې ،خو د هغوی د ادعاوو باوجود لیدل کیږي چې د ټاکنو د پروسې له پیله بیا تر ننه پوره دغه پروسه په مستقیم ډول په کابل کې د امریکا دسفارت لخوا پرمخ بیول کیږي او د ټاکنو له دوهم پړاو وروسته خويې په نوموړې پروسې کې لاسوهنه دومره بربنډه شوه چې د امریکايي سفیر ترڅنګ یې په ځانګړې ډول دوه نور امریکايي سناتوران هم د هغې د نظارت لپاره توظیف کړل، خو له دغو ټولو امریکايي هڅو او مداخلاتو سره سره بیاهم لیدل کیږي چې ورځ تر بلې دغه لانجه لا د بحران خواته روانه ده.

امریکايي مقامات چې افغاني ټاکنیزې لانجې او نورو ستونزوته یواځې له امریکايي مصلحتې نظره ګوري بیاهم په افغاني چاروکې پرخپلې مداخلې ټینګار کوي او د دغې مداخلې په تعقیب او دوام کې غواړي دغه لانجه د خپلو استخباراتي او یاهم دیپلوماتیکو چارواکو په منځګړیتوب حل او فصل کړي.

دلته اوس پوښتنه دا ده چې که ریښتیاهم ټاکنیزه پروسه افغاني وي نو د هغې د لانجې د هواري لپاره امریکايي مداخلې ته څه ضرورت دی؟

د افغاني قضیې د شنونکو په اند د افغانستان په ټاکنیزې لانجې کې د امریکا او نورو خارجي جهتونو هرډول مداخله او لاس وهنه د دې لانجې دحل په ځای هغه نوره د کړکیچ خواته بیایي؛ځکه امریکایانو که ریښتیاهم کولای شوای نو هغوی به په افغانستان کې د خپل ۱۳ کلن پوځي اوسیاسي مداخلت په مټ د افغانستان نورې امنیتي او سیاسي لانجې حل کړې وي چې ورځ تر بلې د دغه هیواد حالت ورسره خرابیږي .

جان کیرې دوه اونۍ مخکې په عین یوه ماموریت د عراق د نویې راپیداشوې لانجې دحل لپاره بغداد ته ولاړی ، خو هلته د دې په ځای چې د عراقیانو ستونزه حل کړي هغه یې لا ستونزمنه ، چې بالاخره د عراق د تجزیې لامل شو ه او د کردستان ایالت له نوموړی هیواد څخه د بیل والي اعلان وکړ.

امریکایان غواړي د خپلو تحت الحمایه هیوادونو او حکومتونو لانجې په داسی ډول ورحل کړي چې د هغوي استعماري اهداف او مصالح پکې نغښتي وي.

په افغانستان کې هم د ټاکنو د درغلیزې پروسې له ستونزې رانیولې بیا تر نورو ټولو امنیتي او سیاسي لانجو پوري ټولې په دغه هیواد کې د امریکا د نامشروع مداخلت محصول دي چې د افغانستان او ټولې سیمې لپاره د بي ثباتي لامل ګرځیدلې دي.

که امریکایان غواړی تر هرنامه لاندې نور هم په افغانستان کې خپل نامشروع مداخلت ته دوام ورکړي دا به افغانستان او په مجموع کې ټوله سیمه له لازیاتي بي ثباتي او تباهي سره مخ کړي ، داسې بي ثباتي چې یابه د عراق په څیر د افغانستان د تجزیې لامل کیږي او یابه هم په دې هیواد کې د افغانانو ترمنځ د کورنۍ جګړې د پیښیدو سبب.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د