افغانستان

بلوچستان کې وژل شویو کان کیندونکو کې افغانان هم شته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند «بولان» نومي سیمه کې د داعش ډلې له لوري حلال کړای شویو کان کېندونکو کې افغانان هم شامل دي.

د پاکستان د تلویزوني شبکې «جیو نیوز» د راپور په اساس، هغه یوولس تنه کان کیندونکي چې څو ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت اړوند «مچ» نومي سیمه کې وژل شوي وو، له ډلې اووه تنه افغانان دي.

د راپور په اساس، د وژل شویو له ډلې د دریو تنو د کورنیو غړو په کویټه کې د افغانستان قونسلګرۍ ته لیکونه سپارلي او له هغوی يې غوښتي، چې لاشونه افغانستان ته انتقال کړي.

دغه کان کیندونکي چې څو ورځې وړاندې د خپل کار ځای ته نږدې د خوب په خونه کې وژل شوي وو؛ مړي یې لا هم د احتجاج په ډول ایښودل شوي او لاریون کوونکي غوښتنه لري، چې د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» باید خپله راشي او ددوی غوښتنې واوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شیخ رشید»، د لومړي وزیر سلاکار «زلفي بخاري» او د ولسي جرګې مرستیال «قاسم» یاد لاریون ته ورغلي وو او د وژل شویو کسانو له کورنیو یې غوښتي و، چې مړي خاورو ته وسپاري؛ خو لاریون کوونکو د عمران خان د ورتګ غوښتنه کړې ده.

که څه هم د لاریون کوونکو لور ته د پاکستان د لومړي وزیر د نه ورتګ لامل څرګند نه دی؛ خو عمران خان پر هغوی غږ کړی، چې لاشونه خاورو ته وسپاري او ژمنه یې کړې، چې ژر به د هغوی لوري ته ورشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x