افغانستان

عمران خان: فرقه یي ملیشې د افغانستان له جګړو پاکستان ته په میراث پاتې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وایي، په پاکستان کې شته فرقه يي ملیشې د افغانستان له هغه «جهاد» په میراث ورپاتې دي، چې پاکستان پکې برخه اخیستې وه.
عمران خان دغه څرګندونې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوولس هزاره کان کیندونکو د وژل کېدو په غبرګون کې کړې دي.

نوموړي د ترکیې له یوه تلویزون سره په خپله مرکه کې ویلي، چې فرقه يي ملیشې د ۱۹۸۰ یمو کلونو د هغو جګړو میراث دی چې په افغانستان کې وشوې او پاکستان پکې برخه اخیستې وه.

نوموړي وړاندې زیاته ویلي« دا یوه افسوسناکه پېښه ده. دا په افغانستان کې د هغو جګړو میراث دی چې په اتیایمو لسیزو کې شوې وې او پاکستان پکې برخه اخیستې وه. د یادو جګړو له ناوړه پایلو څخه یوه هم فرقه یي ملیشې وې چې پاکستان ته په میراث پاتې شوې.»

د عمران خان له قوله، په بلوچستان کې شیعه هزاره د همدې «افراطي» سني ډلو له لوري وژل شوي دي چې د اسلامي دولت یا داعش په عنوان راپورته شوي دي.
د خان له لوري دغه څرګندونې وروسته له هغه دي چې څو ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت اړوند مچ نومي سیمه کې وسله وال د کان کیندونکو د خوب ځای ته ننوتل او یوولس تنه یې همالته حلال کړل.

په وژل شویو کسانو کې اووه تنه یې افغانان دي چې د یو شمېر د کورنیو غړو یې له پاکستان غوښتي، څو مړي یې ورته وسپاري.

ورته مهال د یادو کان کیندونکو د وژل کېدو په غبرګون کې د پاکستان په کراچي او کویټه ښارونو کې هم پراخ لاریونونه روان دي او په کويټه ښار کې د احتجاج په ډول د مړو لاشونه ورسره ایښودل شوي او خاورو ته له سپارلو یې انکار شوی.

لاریون کوونکي غوښتنه لري، چې د پاکستان لومړی وزیر باید ورشي او ددوی غوښتنې له نږدې واوري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، د پارلمان مرستیال او د لومړي وزیر سلاکار که څه هم د لاریون ځای ته ورغلل او هڅه یې وکړه، لاریون کوونکي د مړو خښولو ته قانع کړي؛ خو بریالي نشول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ملیشی، او سرحدی خاصه داران… دا خو ټول په پاکستان پنځو کاله مخی وه ## دی په عمران خان سی. ټول د تاسو پنجابیانو له لاسه. ترهګرو ته مو ځالی ورکړی بیا خبری هم کوی.

عبدالواحد

عمران نه له سیاسته خبردۍ اونه په دین کی کمه حصه لری هغه وخت چه پاکستان دانګریزانومستعمره وه انګریزان دهندوانونه بیریدل له مسلمانانوبیریدل دکادیانیانو(کمونسټانو)په واسطه یی داسی کتابونه ولیکل چه د قرآنکریم ټول احکام یی دمنځه یووړل خلک یی دتبلیغی جماعت(####)افغانستان اوپه پاکستان کی وګمارل چه په افغانستان کی په کمه اندزه دی دپاکستان په نسبت ولی دمدرسواومسجدوتعلیمی کتابونه یی دپاکستان د##دی په پاکستان کی بیخی اسلامی دین نسته (قانون یی انګریزی ،کال یی انګریزی،رخصتی یی یکشنبه انګریزی هدایات یی ټول له انګلنډه دۍ ظاهراً آزاد لاکن تراوسه دانګریزانومستعمره ده)الله په قرآنکریم کی فرمایی:څوک چه زمادوحوپه احکاموفیصله ونکی همدغه کافران… نور لوستل »

احمدشاه

اسلام علیکم ورحمت الله عبدلواحده وروره پر ګوتو دی برکت!

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx