ټکنالوژي

فیسبوک، انسټاګرام او ټویټر د ټرمپ حسابونه تړلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د خواله رسنیو مشهورو اپلیکشنو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حسابونه لږ تر لږه د راتلونکو دوه اونیو لپاره ځنډولي دي.

دا پریکړه په داسې حال کې وشوه چې ټرمپ تېره شپه د امریکا کانګرس ته په زور ننوتونکي لاریونوال وستایل او د خواله رسنیو له لارې یې ورته «تاسو سره مینه لرم» لیکلي وو.

ټرمپ چې د امریکا په ټاکنو کې له ماتې خوړلو وروسته تل دغه ټاکنې د درغلۍ څخه ډکې یادوي، ټویټر یې له خبر سره سم ځانګړي معلومات هم خپروي چې د ټرمپ خبره هیڅ ثبوت نه لري.

ډونالډ چې پر کانګرس یې د خپلو پلویانو په زور ننوتل وستایل او د ویدیو له لارې یې هغوی ته پيغام ورکړ، ټویټر یې دغه ویدیو له هر ډول خوښولو، تبصرې او خپرولو څخه وتړله.

ټویټر وایي د ټرمپ درې ټویټونه چې زموږ د پالیسۍ مخالف دي لرې کړې دي، په وینا یې تر هغې به د ټرمپ حساب ځنډیدلی وي تر څو دغه درې ټویټونه پاک نه کړي.

بل لوري ته د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ هم ویلي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي په خاطر یې د ولسمشر ټرمپ د فیسبوک او انسټاګرام حسابونه لږ تر لږه د دوه اونیو لپاره تړلي دي.

د فیسبوک دغې پریکړې چې د ټرمپ حساب یې ځنډولی خلک حیران کړي دي، دا په داسې حال کې چې ټرمپ په ولسمشریزه ماڼې کې خپلې وروستۍ شپې شماري او د جنوري په ۲۰مه نېټه به نوي ټاکلي ولسمشر جو بایډن ته بشپړ واک وسپارل شي.

فیسبوک وایي د ولسمشر ټرمپ حساب به تر هغې تړلی وي تر څو د ولسمشریزې واک په سوله ییزه توګه جو بایډن ته وسپارل شي.

فیسبوک ددې لپاره چې په نږدې راتلونکې کې به د جو بایډن او د کانګرس ادارې سره معامله پېل کړي د ټرمپ پر پوسټونو چټک غبرګون ښودلی دی، دوی غواړي د نوې ادارې سره د سوداګرۍ مقررات پلي کړي.

باید وویل شي چې د چهارشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ پلویان د جو بایډن پر اداره کانګرس په داسې حال کې په زور ورننوتل چې هلته غونډه روانه وه، او په ترڅ کې یې ۴ کسان مړه او یو شمېر نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx