افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد او اتمر د مذاکراتو د دوهم پړاو په اړه خبرې کړي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل):د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د کابل حکومت د بهرنیو چارو له وزیر «حنیف اتمر» سره لیدلي دي او د مذاکراتو د دوهم پړاو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ويډيويي خبرو په مهال په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر «راس ویلسون» هم موجود وو او په مهال يې دواړو لورو د وروستیو پرمختګونو او په دوحه کې د سولې د روانو خبرو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د ناستې په مهال دواړو لورو افغان سولې ته د نړیوال ملاتړ د راجلبولو په اړه هم خبرې کړې دي او زلمي خلیلزاد اتمر ته ډاډ ورکړی چې د امریکا متحده ایالات له افغان سولې هر اړخیز ملاتړ کوي.

د خلیلزاد او اتمر تر منځ خبرې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو د مذاکراتو دویم پړاو رسما پیل کړی دی او تمه ده سبا د اجنډا د موضوعاتو د بحث لپاره ټاکل شوي ټیمونه د اجنډا د موضوعاتو په څېړلو کار پيل کړي.

ورته مهال داسې ګنګوسې هم شته چې زلمی خلیلزاد کابل ته د «مؤقت حکومت» له پيغام سره راغلی او د همدې پيغام له ویرې اشرف غني له نوموړي سره لیدلو ته زړه نه دی ښه کړی.

که څه هم تر دې دمه یاد راپورونه رسمي سرچینو تایید کړي نه دي؛ خو خلیلزاد تر دې دمه له عبدالله او کرزي سره لیدلنې کړې دي.

اشرف غني تېره ورځ ننګرهار ته د سفر په مهال په یوه ناسته کې ادعا وکړه، چې چوکۍ د ملت له لوري ورسپارل شوې او یوازې قانوني ځایناستي ته یې بیرته سپارلې.

د نوموړي مرستیال «امرالله صالح» هم د جمهوري نظام په پایښت ټینګار وکړ او په خبره يې، زعامت باید یوازې د ټاکنو له لارې وټاکل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx