افغانستان

د هرات د غوریان ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت دغوریان ولسوالۍ امنیه قوماندان «نقیب الله سلطانزوی» تېره شپه له خپلو دریو ساتونکو سره یو ځای د طالبانو په برید کې وژل شوی.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند «عتیق الله وثیق» رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه طالبانو د غوریان ولسوالۍ پر ځینو برخو بریدونه کړي چې له امله یې د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان «نقیب الله سلطانزوی» له دریو نورو پولیسو سره یو ځای وژل شوی.

د امنیتي سرچینو له قوله، اوس هم د غوریان ولسوالۍ په بازار کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ درنه جګړه روانه ده.

ورته مهال د هرات ولایت د ولایتي شورا یوه غړي «سردار محمد بهادري» بیا پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې نقیب الله سلطانزوی په هرات ښار کې ترور کړل شوی.

د نوموړي په خبره، له سلطانزوی سره یو ځای د نوموړي موټرچلوونکی او دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.

طالبانو تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx