د یوه حدیث شرحه (شپږمه برخه)

 2ـ دری نجات ورکوونکي

وَأَمَّا الْمُنَجِّيَاتُ: فَالْعَدْلُ فِي الْغَضَبِ، وَالرِّضَى، وَالْقَصْدُ فِي الْفَقْرِ، وَالْغِنَى، وَخَشْيَةُ اللَّهِ فِي السِّرِّ، وَالْعَلَانِيَةِ. دری نجات ورکوونکي شیان دادي: په غوسه او خوشالي کې عدل کول ، په غریبي اوشتمني کې منځلاریتوب ، په پټه او ښکاره له الله نه ویره .

د حدیث په پیل کې دری هلاکوونکي شیان یاد شوې وو اوس دری نجات ورکوونکي شیان بیانوي ، یعني د هغو دریو هلاکوونکو شیانو په مقابل کې دا دری شیان نجات او خلاصون ورکوونکي دي ، امام ابن تیمیه رحمه الله وایې : دلومړي هلاکوونکي شي یعني دهوي او نفسي غوښتنو په مقابل کې د الله ویره راغلې ده ، ځکه دالله ویره انسان له نفسي غوښتنو منعه کوي لکه قران کریم چې وایې : وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى سورة النازعات(40) یعني هغه څوک چې دالله له مقام نه وویریږې او ځان د هوي له پیروي نه منعه کړي . داراز په شتمنوالې او مسکنت کې منځنۍ لاره غوره کول د شح او بخل په مقابل کې راغلی ده . او په خوښ او ناخوښ حالت کې د حق دخبرې پیروي د ځان خوښونې او غرور په مقابل کې راغلې ده .. مجموع الفتاوى (14/480) .

همدا دری نجات ورکونکې شیان رسول الله صلي الله علیه وسلم په یوه دعا کې له خدایه غوښتې دي : اللهم إني أسألك خشيتك في السر والعلانية ، وأسألك كلمة الحق في الغضب والرضا ، وأسألك القصد في الفقر والغنى ) ،،، رواه النسائي ، وأحمد ، والحاكم ، وصححه الألباني في صحيح الجامع ، رقم (1301) خدایه ! په پټه او ښکاره ستا نه ستا د ویرې سوال کوم ، په خوښې اوناخوښې کې د حق خبرې سوال کوم ، او په مسکنت او شتمنتوب کې د منځلاري سوال کوم .

1ـ لومړی نجات ورکوونکي:
الْعَــدْلُ فِي الْغَضَبِ وَالـــرِّضَى

څوک چې د غوسې او خوشالي په دواړو حالاتو کې په عدل ثابت پاته شي د دې انسان په زړه کې په رښتیني توګه عدل ځای نیولی دی او دا عادل بلل کیږې . نو ګوا کې د ده خبرې د حق له پاره دي نه د ځان له پاره . په دواړو حالاتو کې پر عدل قائم پاته کیدل ډیر سخت کار دی او ډیر کم خلک به په دواړو حالاتو کې په عدل ولاړ پاته کیږې ، ځکه ډیر خلک داسې دي چې د غوسي په وخت نه پوهیږې چې څه وایې او څه کوي . فيض القدير(3/292) .

عدل په قران کې

اسمانونه او ځمکه د عدل او انصاف په برکت ولاړ دي ، عدل دحق کیلي ده او عدل د هرانسان غوښتنه ده ، قران کریم په عدل خورازیات ټینګار کړی دی ، په قران کریم کې د (عدل ) توری ۲۸ ځله راغلی ده او د عدل مرادف او هم معنا توری ( القسط ) ۲۵ ځله راغلی ده . عدل او انصاف هغه مهم او اساسي شی دی چې خدای جل جلاله ټول پیغمبران علیهم الصلوه والسلام او ټول کتابونه د همدې عدل او انصاف د پلې کولو له پاره رلیږلې دي قران کریم وایې : بې شکه موږ خپل رسولان په ښکاره دلایلو سره رالیږلې دي ، او له دوی سره مو کتابونه هم نازل کړې دي ، څو خلک په عدل ودروي . لَقَدْأَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ سورة الحديد(25).

په قران کریم کې د عدل په باره کې خورا ډیر ایتونه راغلې دي چې څو یې داسې دي : بې شکه الله په عدل امر کوي ، په ښېګڼه او خپلوانو ته په ورکړه امر کوي . إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى سورة النحل(90) أي هغو خلكو چې ایمان یې راوړی ده تاسو په عدل ټینګ ودریږﺉ د الله له پاره شاهدان اوسئ . يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ سورة النساء(135) تاسو اوسئ دالله له پاره د عدل شاهدان او په عدل ولاړ اوسئ . كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ سورة المائدة(8).
چې کله خبره کوﺉ په عدل سره یې کوﺉ که څه هم دخپلوانو په باره کې وي . وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىسورة الأنعام(152).
الله جل جلاله رسول الله صلي الله علیه وسلم ته امر کړی دی او ورته وایې : ته دوی ته ووایه چې ماته امر شوی ده چې ستاسو په منځ کې به عدل کوم . وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ سورة الشورى(15).

د یوه خاین کیسه

په مدینه منوره کې دیوه کس زغره ورکه شوه ، هغه خپله زغره په یوه کڅوړه کې اېښې وه او په هغه کڅوړه کې یوڅه وړه هم و ، هغه کڅوړه یوڅه سورۍ وه ، د بنوابیرق یوه کس دا زغره پټه کړه او کورته یې یوړه ، څرنګه چې کڅوړه سورۍ وه په لاره وړه تویه شوې وو ، او د زغرې څښتن یې کورته ودریدی ، چې هلکه ژر کوه زغره را باسه ، هغه غله زغره د خپل یوه یهودي ګاونډې کره وړې وه او هلته یې ایښې وه ، خلک د یهودي کره ورغلل او زغره یې ورنه وغوښتله ، هغه زغره ورته راواېستله او ورته ویې وییل چې دا فلاني راکره اېښې ده .

دلته د ابن ابیرق خپلوان راټول شول او هڅه یې پیل کړه چې خپل سړی دغلا له شرمندګي وژغوري نو د زغرې څښتن ته یې وویل : چې غل دې معلوم ده هغه یهودي ده زموږ په سړي کار مه لره ، دا خلک رسول الله صلي الله علیه وسلم ته هم ورغلل چې زموږ سړي غلا نده کړې غلا یهودي کړې ده . رسول الله صلي الله علیه وسلم هم غوښتل چې یهودی وپوښتي په دي وخت کې دا ایتونه نازل شول ، ایتونه یوڅو دي خو ما یې د یوه ایت دا یوه برخه را خیستې ده او هغه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خدا ی جل جلاله وویل : ته د هغو خلکو دفاع مه کوه چې هغوی له ځانونو سره خیانت کړی دی ، خدای له خاین او ګناه ګار سره مینه نه لري . وَلَا تُجَادِلْ عَنِ الَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنْفُسَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ مَنْ كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًا (سورة النساء – الآية 107) . په عربي ژبه کې یو خاین دی او بل خوان دی ، خاین هغه چې یوځل او کم خیانت یې کړې وي او خوان هغه چې ډیر ځله یا لوی خیانت یې کړی وي ، دې خلکو چې د خپل سړي ملا یې تړله لوی خیانت ځکه کړی وو چې خپله ګټه یې هم نه وه یواځي د خپلې پښې دیوه کس یې په دروغو پرده کوله نو دوی خوانین وبلل شوو او هغه کس معلوم غل و ځکه خوان ویلل شو . ( له تفسیر ابن کثیر ، تفسیر ابن جریر الطبري او تفسیر الشعراوي څخه ) . په دې کیسه کې دا خبره سپینه شوه چې الله جل جلاله رسول الله صلي الله علیه وسلم د خاین له ملا تړ نه منعه کړ او امر یې ورته وکړ چې دعدل په لاره ولاړ شي .

عدل په نبوي حدیثو کې

په حدیثو کې د عدل خورا زیات تایید شوی دی په دې اړه څو روایات را اخلو : په یوه روایت کې راغلې دي چې داخرت په ورځ به یواځي د الله دعرش سیوری وي او اووه کسان به د الله د عرش له سیوري لاندې ناست وي او له دې اوو نه یې یو عادل امام شوولی دی . السبعة الذين يظلهم الله في ظله يوم لا ظل إلا ظله : (…. إمام عادل) ،، متفق عليه .

په دواړو حالاتو کې په عدل ولاړ انسان رسول الله صلی الله علیه وسلم پهلوان او پیاوړی بللی دی ، رسول الله صلي الله عليه وسلم وايې : پیاوړی هغه نه ده چې زور ولري بلکي پیاوړی هغه دی چې د غضب اوغوسې په مهال ځان په واک کې لري . ليس الشديد بالصرعة، إنما الشديد الذي يملك نفسه عند الغضب ( متفق علیه)

په یوه بل حدیث کې راغلې دي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : عدل کوونکي خلک به د الله خواته د هغه ښې لورته د نور په منابرو ناست وي ، او دهغه دواړه لاسونه ښي دي ، دا عادلان هغه خلک دي چې دوی په خپل واک کې عدل کوي ، په خپلو کوروالو کې عدل کوي او په ورسپارل شویو کارونو کې عدل کوي . عن عبد الله بن عمرو رضى الله عنه قال : قال النبي – صلى الله عليه وسلم – : إن المُقسطين عند الله على منابر من نور عن يمين الرحمن عزَّ وجلَّ ، وكلتا يديه يمين ، الذين يعدلون في حكمهم وأهليهم وما وُلُّوا . أخرجه مسلم .

په عربو کې د جاهلیت په زمانه کې د ( حلف الفضول)په نامه یو تړون شوی و چې د بې وزلو دمرستې او دعدل خبرې په کې وې ، رسول الله صلي الله علیه وسلم د هغه تړون په اړه وایې : که په اسلام کې زه هغه تړون ته بلل شوی وی ما به منلی و . لو دُعيتُ إليه في الإسلام لأجبته . – أخرجه مسلم .

په اسلام کې د عدل د پلې کولو او تحقق له پاره دا عجیبه کیسه هم واورﺉ . درسول الله صلي الله علیه وسلم په زمانه کې د بنومخزوم کورنۍ یوې ښځې غلا وکړه د دې ښځې د سپارښت له پاره په رسول الله صلي الله علیه وسلم ترټولو ګران او مشهور صحابي اسامه بن زید رضي الله عنهما هغه ته راغی هغه ته چې رسول الله صلي الله علیه وسلم کومې خبرې وکړي هغه د عدل او عادلانو له پاره د لارې مشال او دعدل او عدالت په تاریخ کې ځلانده او کره خبرې دي ، هغه ورته وویل : له تاسو مخکې خلک په دې هلاک شوې وو چې کله به په هغوی کې شریف غلا وکړه پرې به یې ښود ، او که به غریب غلا وکړه په هغه به یې حد جاري کړ ، په خدای قسم که د محمد لور فاطمه غلا وکړه نو محمد به یې لاس پرې کوي . إنما أهلك الذين من قبلكم أنهم كانوا إذا سرق فيهم الشريف تركوه، وإذا سرق فيهم الضعيف أقاموا عليه الحد، والله لو أن فاطمة بنت محمد سرقت لقطع محمد يدها . متفق عليه .

د سلفو علماو په دواړو حالاتو کې په عدل ولاړ اوسیدل ډیر مهم او لازمي بللې دي مورق العجلي رحمه الله وایې : ما چې د غوسي په حالت کې هره خبره کړې ده وروسته خامخا پرې پښیمانه شوی یم . حلية الأولياء(2/235) .

لیکوال: حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د