شعـــــرونه

نښانې د نفاق  درې او يا څلور وي/ ضعیف

عبدالسلام ضعیف

نښانې د نفاق  درې او يا څلور وي
چې موجود به اوس په هر کلي او کور وي

بې علمي او يا زمــوږ  لااوبالي ده
يا يې زړونه يو د بل له کړنو تور وي

يا سينو کې د يقين پر ځای ترديد دی
يا ظاهر او باطن يو له بل نه ترور وي

اول دا چې څوک دروغ خلکو ته وايي
په خبرو، په سودا کې پر ده پور وي

په تهمت يا په حسد يا افتراء کې
په ټول کړنو د مکرنو يا پيغور وي

يا دوکه ده په سياست يا سادګی کې
په هر ډول چې کړي ګټه هم نسکور وي

دويم څوک چې د وعدو پالونکی نه وي
بې پروا د کړو ژمنو قسم خور وي

ژمنې ډيري کړي عمل ورباندي نـه کړي
هــره ورځ د خپل ضمير سـره په شور وي

دريم دا چې امانت ساتلای نـسي
هميشه خـائن په وړاندې د خپل ورور وي

امانت که د رازونو يا متاع وي
دواړه يو د بل په وړاندې ورور او خور وي

څلورم چې څوک په جنګ يا خصومت کې
د ښکنځلو بد ويلو پر خره سپور وي

منافق دی چې څلور واړه پکې وي
داسې کس بـه د عقبا په ورځ مختور وي

ضعيف نه کوي دوستي د داسې خلکو
په رښتوني صداقت د زړه ټکور وي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx