نظــر

بې برېښنا کابل او امنیتي کامرې!

جواد فاتح

امنیت هغه الهي ډالۍ ده چې د یوې ټولنې د ټولو ښېرازیو بسنټ ګڼل کیږي، کومه سیمه کې چې امنیت نه وي هلته د ټولنې دینې او دنیوې دواړه عنصرونه له ګواښ سره مخ کیږي.

همدا اصل دی چې په شریعت کې د اسلامي نظام او حکومت یو له مهمو دندو څخه د ټولنې امنیت خوندیتوب دی.

هسې خبره د امرالله سالې تر میلوني قیمتي  امنیتي کامرو را یاده شوه. رسنیو نن د سالې په حواله لیکلي چې د کابل ښار د امنیت د ټینګښت په موخه به د سلو میلونو ډالرو په لګښت امنیتي کامرې نصب شي.

اشرف غني امرالله سالې ته د امنیت د کوترې په سترګه کتل، تر دې چې ارګمشر اشرف غني په یوه  انتخاباتي غونډه کې ویلي ول چې: کله ( د اشرف غني د لومړۍ دورې په وروستیو ورځو کې) امرالله سالي د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو څو ورځو کې د هیواد د امنیتي شخړو ګراف د پام وړ را کښته شو.

همدا لامل و چې کله کابل ښار کې غلو او دولتي افرادو د نورو د جیبونو په لوټولو کې خلک تر پوزې راغلل  او کسان د مبایل د غلا له امله هم  د غلو له لوري ووژل شول، اشرف غني امرالله سالې ته د کابل د امنیت قومندانۍ په دې هیله ورکړه چې ممکن د کابل ښار امنیت به ګل ګلزار بدل کړي.

خو حقیقت دا دی چې د کابل امنیت په بې ځایه لګښتونو او په مفسدو چارواکو نه نیول کیږي.

د ناټو په مشرۍ دلته لسګونو زرو پوځونو چې د نړۍ په تر ټولو عصري تخنیک او امنیتي وسایلو مجهز ول د کابل ښار امنیت څه چې د خپلو هستوګن ځایونو امنیت هم ونه شوای نیولی؛ نو په څه ډول به امرالله سالې  و کولای شي چې د خپلو غلو په واسطه امنیت مهار کړي.

د غني ټیم تل د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي او هڅه کوي ترڅو خلک په تبلیغاتي دستګاه خوښ او ارام کړي.

هغه مهال چې اشرف غني  په لومړي ځل د ارګ په چوکۍ د کېناستو لوړه وکړه، د څو میاشتو په تیریدو د هغه وخت د ملي امنیت سلا کار یې حنیف اتمر د دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي و چې د کابل په څلورو دروازو کې د کابل د امنیت په موخه امنیتي سکینرونه نصبیږي.

د دې سکینرونو ورکړه او د اړونده کسانو روزنه د چین هیواد په غاړه اخیستې وه.

کلونه تیر شول؛ خو د کابل امنیت نه ټینګ شو او نه د امنیتي پېښو مخنیوی وشو، بلکې ورځ تر بلې د ګډوډۍ په لور روان دی.

امنیت په کامرو او تبلیغاتو نه ساتل کیږي بلکې امنیت د خلکو په زړونو او د الهي احکامو په تنفیذ ساتل کیږي.

امرالله سالې ته ووایئ چې په میلونونو ډالرو کامرې مه اخلی بلکې د کابل ښار بریښنا پرې ورغوی ترڅو د ازبکستان په بټن اړولو سره مو کامرې کار پرینږدي.

زموږ د ارګ د بریښنا بټن هم په ازبکستان کې دی، کوم هیوادونه چې په میلونونو ډالرو امنیتي کامرو لګښت کوي هغوی له معنوی قانون څخه محروم او ولس یې ټول د برق له لارې کنترولیږي.

د نورو د خولې پېښې او تقلید به د کابل ښار امنیت خوندي نه شي کړای بلکې دا به هم د غلا لپاره یو بل پلان شوی تکتیک او یو طرحه شوې پروژه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x