افغانستانسولې اړوند خبرونه

پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو د څار کمېټې مشري هند ته سپارل شوې/ويډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازولي وایي، پر طالبانو د لګول شویو بندیزو د څار کمېټې په ګډون د دریو مهمو کمېټو رهبري ورته سپارل شوي.

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازی «تس تیرموتي» وايي، د ملګرو ملتونو له لوري پر طالبانو باندې د بندیزونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او پر لیبیا د بندیزونو د کمېټو مشري ورته سپارل شوې چې دده په خبره، نوی ډیلي به یې په غوره توګه رهبري کړي.

نوموړي په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي « پر طالبانو د بندیزونو کمېټه د هند لپاره تر ټولو لوړ لومړیتوب دی.موږ پر یوه سوله ییز، پرمختللي او ژمن افغانستان باندې باور لرو.ددې کمېټې د رهبري کولو له لارې به موږ د ترهګرو پر تمویلوونکو او د هغو ورانکارو او تخریب کوونکو د څار ښه فرصت ولرو چې غواړي د افغانستان د سولې پروسه تخریب کړي.»

تیرموتي ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې او په افغانستان کې د جګړې د شدت زیاتوالی یو ځای وړاندې تلای نشي.

پر طالبانو  د لګول شویو بندیزونو د څار کمېټه چې د «۱۹۸۸ د بندیزونو کمېټې» په نامه هم یادېږي، مشري یې داسې مهال هند ته سپارل شوې، چې د طالبانو-امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او په دوحه کې د افغان سولې مذاکراتي ټیمونه خبرو ته ناست دي.

که څه هم د یاد توافق په اساس د امریکا متحده ایالاتو باید د ملګرو ملتونو له لوري پر طالبانو د لګېدلو بندیزونو د پای ته رسولو لپاره هڅې کړې وای؛ خو یاد بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

طالبان د سولې پروسې د وړاندې تګ لپاره پر خپلو غړو د لګول شویو بندیزونو پای ته رسول اړین بولي؛ خو د کابل حکومت بیا له ملګرو ملتونو غواړي چې یاد بندیزونه پر خپل حال وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

څنګه چا دا هم پاکستان سپارل شوې وای ښه به نه وه؟

احمدشاه

توبه خدایه سرچپه دنیا ده

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx