افغانستان

حکومت: د «ناوړه ګټه اخیستنې» د مخنیوي په موخه د مدارسو زده کوونکي ثبت کېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، له مدرسو څخه د ناوړه ګټه اخیستې د مخنیوي او د امنیت د تامین په موخه د مدرسو زده کوونکي او ښوونکي ثبت او بایومټریک کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» طلوع نیوز ته ویلي، چې په کابل ښار کې سترې مدرسې شتون لري چې لا هم ثبت نه دي او له حکومت سره ثبتېدل یې د امنیت لپاره اړین دي «کور په کور پلټنې او په پلازمېنه کې د مدارسو ثبت کول او د زده کوونکو او ښوونکو بایومټریک کول یې اړین دي، دا کار باید وشي، د هغوی هویت باید څرګند شي چې له کومې خوا راځي او د کوم هدف لپاره فعالیت کوي. دا له امنیتي پلوه موږ ته مهم دی.»

د کابل حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، چې په هیواد کې د زرګونو مدارسو له ډلې یوازې پنځه زره یې له حکومت سره ثبت دي چې له ډلې یې ۱۱۸۰ مدارس د پوهنې له وزارت سره ثبت دي او د ثبت شویو مدارسو له ډلې ۲۵۰ یې په کابل کې شته.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې  هم د کابل حکومت لومړي مرستیال «امرالله صالح» ویلي و، چې د مدرسو له زده کوونکو باید ناوړه استفاده ونشي او په خبره یې، د پنځه سوه مدارسو له زده کوونکو یې غوښتي چې ښوونکي او زده کوونکي يې بایومټریک شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx