افغانستان

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په دوه ورځني سفر کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سفر مردوف د یو شمېر اقتصادي پروژو د پرانیستلو په خاطر کابل ته په دوه ورځني سفر راغلی دی.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی مرادوف به ددغه دوه ورځني سفر په جریان کې د کابل حکومت مشر اشرف غني، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او بهرنیو چاور وزیر حنیف اتمر په ګډون یو شمېر چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او یو شمېر اقتصادي پروژو خبرې اترې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان ته ښاغلي مرادوف د سفر له مهمو موخو څخه د سیاسي سلا مشورو، د کرنیز قرنطین، امنیتي مسائلو او د ګازو او تیلو په هکله د کابل او  عشق آباد ترمنځ د یو شمېر مهمو موافقو لاسلیک کول وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x