افغانستان

لغمان کې د دولتي عسکرو توپچي برید له امله ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله واووښتله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د لغمان ولایت مرکز کې د دولتي عسکرو توپچي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو نن د جمعې په ورځ ناوخته د لغمان ولایت مرکز اړوند «بدیع آباد» سیمه کې د ولسي خلکو په کورونو د هاوانونو مرمۍ توغولي، چې له امله یې یوه میرمن په «شهادت» رسېدلې او د ۳ میرمنو او ۳ ماشومانو په ګډون ۶ تنه نور ولسي خلک ژوبل شوي دي.

د خلکو په خبره ددې ترڅنګ په دغو بریدونو کې د استوګنې دوه بابه کورونه هم ویجاړ شوي او خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اووښتي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یو ټویټ په کولو سره دغه برید بشري جنایت بللی دی.

د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو له پیلېدو راهیسې دا دوهم خونړی برید دی چې د دولتي او امریکايي عسکرو لخوا د ملکيانو پرضد ترسره کیږي او په ترڅ کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

دوه ورځې مخکې(چهارشنبه، ۱۷ مرغومی) هم د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند بشران سیمه کې د امریکايي عسکرو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۵ غړي «شهیدان» او ۴ نور ټپيان شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ټولو هغو دولتي عسکرو او د هغوی په مرکزونو د بریدونو خبرداری ورکړی وو، له کومو ځایونو څخه چې پر ولسي خلکو او ملکي اهدافو توپچي بریدونه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx