افغانستان

بغلان کې بمي چاودنې ۲ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې د پولیسو په ګزمې بمي چاودنې له کبله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

دا پېښه نن ماښام شاوخوا اووه بجې د پلخمري ښار اړوند لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د روغتون پر سړک هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د یادې حوزې د پولیسو قومندان له سیمې څخه د تیرېدو په حال کې ؤ.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت وايي، په دغې چاودنې کې دوه تنه ملکیان وژل شوي او د یو پولیس په ګډون پنځه تنه نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، د پېښې ځای ته پولیس رسیدلي او د چاودنې په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx