افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: واک هغه چاته سپارلای شم چې ټاکنې رانه وګټي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې رواني دي او تر څنګ يې په کابل کې د مؤقت حکومت د جوړېدو ګنګوسې هم راپورته شوي؛ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، دی به واک یوازې هغه چاته وسپاري چې له ده سره په ټاکنو کې برخه واخلي او ترې وړاندې شي.

غني او د نوموړي مېرمنې «رولا غني» د امریکا له تلویزوني شبکې «سي اېن اېن» سره په خپله تازه مرکه کې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه غږېدلي.

غني ویلي « زما تر ټولو اساسي هدف دادی چې وکولای شم واک د خلکو په خوښه هغه چاته وسپارم چې ټاکنې وګټي. دا یو اړین کار دی او له همدې لارې کولای شو، د خپلو عامو وګړو، فعالانو او نورو قربانینو ته درنښت وکړو.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د افغانستان ټولنه شاته تګ نه غواړي او نه هم طالبان کولای شي خپله فکري تګلاره پر بشپړ ملت تحمیل کړي؛ نو ځکه دده له قوله، افغانستان یوه مثبته او داسې سوله غواړي چې سیمه او نړۍ پکې ورسره موافقه وي او د بریا ضمانت یې وکړي.
د نوموړي په خبره، که چېرې طالبان داسې څه وغواړي چې سیمه او نړۍموافقه نه ورسره لري؛ نو دده له قوله، هغوی افغانانو ته د «قبرونو سوله» غواړي چې د منلو وړ نه ده.

غني له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه وویل، چې دا د امریکا خپله پرېکړه ده او دی احترام لري؛ خو دا به ښه وي که هغوی د وتلو لپاره داسې یو لاره اختیار کړي چې د وړاندوینې وړ وي او په اساس یې د «ګډو اهدافو او ګټو خوندیتوب یقیني شي.»

د غني له قوله، د بایډن راتګ یو ښه فرصت دی تر څو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو اهداف او ګټې تعریف شي او له افغانستان سره د امریکا ملګرتیا نوره هم غښتلې شي.

نوموړي ددې تر څنګ ویاړ وکړ، چې د ولسمشرۍ په دوره کې یې د امریکایي ځواکونو تلفات ډېر کم و او یوازې ۹۸ بهرني عسکر په جګړه کې وژل شوي دي « زه د بایډن له دې خبرې سره موافق یم چې د نوموړي مسئولیت یوازې د امریکایانو خوندیتوب دی. له کومې ورځې چې زه ولسمشر شوی یم یوازې ۹۸ امریکایي سرتېري وژل شوي خو په افغاني لور کې بیا څلوېښت زره عامو وګړو او عسکرو ژوند له لاسه ورکړی.»

د نوموړي مېرمنې رولا غني په همدې مرکه کې طالبان خپل «وروڼه او خویندې» وبلل او هغوی یې ددې وړ وبلل چې افغانستان ته راشي او دلته سوله ییز ژوند وکړي.

رولا غني له طالبانو وغوښتل چې خپله نظریه پر نورو «تحمیل» نکړي او خپلو اهدافو ته د ټاکنو له لارې ځان ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط د دنيا دوهم متفکر ته دا معلومات نسته چي دافغانستان فعلي نفوس ۳۵ ميلونه دی ، نوموړي دغلا اوفريب سره د کابل ښار د يو پر څلورو نفوسو رايه هم نه وګټلي سو . بيا نو کوم انتخابات او کوم انتخابي مشر ، دا سړی په خپلوخبرو نه شرميږي او نه په دا په سلګونو صلاحکارانو کي څوک سته چي ورته و وايي ،ماخولياوي مه وايه . راغلو نصرانی رولا غني ته څنګه څومره چي يی ميړه احمق دی ، نوموړې تر ميړه دوه چنده احمقه ده. ځکه دا کومه رسمي دنده لري او يا… نور لوستل »

ملا جانان

دا ډیر هوښیار سړی دی. په دې خبره ښه پوه دی چي دده په حکومت کي ټولټاکني وسي نو یوازینی ګټونکی به یې دی خپله وي. فقط په دې نه دی پوه چي ټوله نړۍ هم په دې راز پوه ده ځکه نو داسي خبري کوي. دده خوارکي په دې خبره سر نه خلاصیږي چي دده د ټولټاکنو بد بوی نه تلای نو دا ټوله نړۍ لیوني سپي داړلې ده چي په قطر کي سره راټول دي او د صلحي پر خبرو دومره مصارف کیږي. ټاکني یې ډریو ته ولویدلې چي فقط یو نیم ملیون خلګو ګډون پکښي درلود او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx