
د سولې خبرو سره همهاله کابل حکومت د پسرلنیو عملیاتو لپاره د تیاري اعلان کړی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د سولې خبرو ته د افغانانو او نړیوالو د هیلو د زیاتېدو په درشل کې کابل حکومت د راتلونکو پسرلنیو عملیاتو لپاره د تیاري اعلان کړی دی.
په راتلونکي پسرلي کې د طالبانو پرضد د پراخو پوځي عملیاتو لپاره د کابل حکومت دفاع وزارت د څلورو قول اردوګانو قومندانان رد او بدل کړي دي.
دفاع وزارت وايي، د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان جنرال هیبت الله علیزی د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د قومندان جنرال فرید احمدي پرځای ټاکل شوی او ډګروال محمدعلي ددې قول د څلورمې لوا د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
ددې ترڅنګ جنرال مصطفی وردګ د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قومندان په ټوګه او جنرال عبدالجبار د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.
تیره میاشت جنرال سید سمیع سادات هم د ۲۱۵ میوند قول اردو او جنرال شفیق الله رسولزی د ۲۰۵ اتل قول اردو د قومندانانو په توګه ټاکل شوي وو.
ددفاع وزارت ویاند فواد امان وايي، د قول اردوګانو په رهبري او قومندانۍ کې پورته تغییرات د راتلونکو پسرلنیو عملیاتو د تیاریو لپاره ترسره شوي او په خبره یې ددوی عسکر به کلکې دفاع ته چمتو وي.
د کابل حکومت ددفاع وزارت په داسې مهال د قول اردوګانو قومنداني او رهبرۍ کې د راتلونکي پسرلني جنګي موسم لپاره د تیاریو خبر ورکوي، چې ټاکل شوې ده نن د شنبې په ورځ قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه د سولې خبرو په اصلي اجنډا خپلمنځي بحثونه پیل کړي.
د چارو شنونکي وايي، د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو له پیلېدو او د خبرو اساسي موضوعاتو ته د مذاکراتي ټیمونو له ننوتلو سره همهاله د کابل حکومت لخوا د جګړې لپاره تیاری او په اړه پراخ تبلیغات د سولې پروسې په وړاندې د اشرف غني «ژوره» دښمني څرګندوي.
د شنونکو په باور که نړیواله ټولنه او په کور دننه سیاسي جریانونه د سولې پر وړاندې د اشرف غني د «خپلسرو» مخه ډب نه کړي، ښايي د نوموړي «جګړه خوښي» اقدامات د بین الافغاني مذاکراتو پروسه ستونزمنه او اوږده کړي، چې له امله به یې هېواد کې جګړه سخته او د جګړې بیه به افغان ځوانان پرېکوي.
څومره به ښه وای که طالبان او افغان اردو دواړه سره یو لوی قوت منځ ته راوړی او جګړه ختمه شی. خو طالبان د هم داسی نه وایی چی مم زرما ټوله زما. او نور دی هم د پخوانی امارت خوبونه او فکر له سره وباسی او هر څه د په خلکو په زوره نه منی.