ټولنیزه برخه

د سعادت او نېکمرغۍ اسباب«دوهمه برخه»

مولوي عصمت الله عزام

( په تېر پسې )

۲: د سعادت او د نېکمرغۍ له اسبابو څخه يو د علم حاصلول دي.

الله تعالی د علم حاصلول په دُنيا او آخرت کې د لوړوالي سبب ګرزولی دی: الله تعالی فرمايلي دي: يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ( المجادلة: ۱۱ )

ژباړه: الله تعالی په تاسو کې د هغو کسانو درجې لوړوي چې ايمان يې راوړی او علم ورکړل شوی او الله تعالی په هغه کارو چې تاسو يې کوئ ښه خبر دی!!

۳: تقوی او پرهېزګاري د نېکمرغۍ بل ستر سبب دی: الله تعالی فرمايلي دي: وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا،  وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ  [الطلاق:٢-٣]،

ژباړه: او څوک چې له الله تعالی وېره کوي، ( الله تعالی ) به هغه ته د خلاصون لار پيدا کړي او له يوه داسې لوري به روزي ورکوي چې دی يې ګومان نه کوي!!

۴: پر الله تعالی توکل:
الله تعالی پر هغه توکل د بنده لپاره د کفايت او الهي مرستي لامل ګرزولی دی. الله تعالی فرمايلي دي: وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ [الطلاق:٣].

ژباړه :او څوک چې پر الله توکل وکړي، نو هماغه يې کافي او بس دی!!

معلومه خبره ده چې د چا لپاره الله جل جلاله کافي شي، د هغه د دُنيا او آخرت نېکمرغي په برخه شوه.

۵: د احسان دواړه قسمونه: د الله تعالی صحيح عبادت او د مخلوق سره ښه ژوند کول هم د سعادت او د الله تعالی د رحمت د حاصلېدو سبب دی:

الله تعالی فرمايلي دي: إِنَّ رَحْمَةَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِنَ الْمُحْسِنِينَ  [ الأعراف :٥٦ ]

ژباړه: يقينًا د الله تعالی رحمت نېکانو ته ورنږدې دی!!

له دې مبارک آيت څخه معلومېږي چې احسان د الله تعالی د رحمت سبب دی.

په چا چې د الله تعالی رحمت وشي،  هغه نېکمرغه دی.

۶: صبر او تقوی: په دې سره ښې نتيجې په دُنيا او آخرت کې په لاس راځي.

الله تعالی فرمايلي دي: وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى [طه:١٣٢]  ژباړه: او ښه انجام د تقوی خاوندانو لره دی!!

( نور بيا …)

وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و صحبه اجمعين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx