نړۍ

تراتلس کاله کم عمره تاجکان نورمسجدته نشی تللاي

 tjmosquesHP

دتاجکستان ولس مشر امام علی رحمان دیوداسي قانون دتصویب امرکړي دي چې له امله یې تراتلس کاله کم عمر لرونکې تاجکان ومسجدته دلمانڅه اوسبق ویلولپاره نشي تلاي. دچاروڅیړونکي کارپوهان په دې نظردې چې کیداي شي په دې سره دنوموړي هدف دهغه نفوذمخه نیول وي کوم چې داسلام پالوپه پلوي کې مخ په زیاتیدو دي .دولس مشرلخوا دهمدغه قانون لاسليک دچهارشنبې په ورځ داسلام پالو،حقوق پالواو دتاجکستان داسلامي نهضت له سختې لفظي شخړې سره مخ شو.اودنورې نړي اسلامي اومذهبي مشرانوهم په کلکوټکوددغه قانون غندنه وکړه .

دنوموړي قانون له مخې نه یوازي داچې تراتلس کاله کم عمره ځوانان مسجدونوته نشي تللاي بلکې ددیني زده کړې لپاره هم و مدرسوته دتللوحق نلري . دنوموړي قانون طراحان وايې چې مسجد اومدرسي ته په تګ سره به ټول تاجکان ملایان شي په داسي حال کې چي تاجکستان په نوروبرخوکې متخصیصینواومسلکي وګړوته زیاته اړتیالري خودهمدغه قانون له کبله دتاجکستان وګړي چې نږدې ټول مسلمانان دي سخت په غوصه شوي دي . اوپه داسي یوه مبارکه میاشت کې چې ټولې کورني غواړي چې ماشومان اوځوانان یې جوماتونوته دعبادت لپاره لاړشي اودالله تعالي په کورکې عبادت ترسره کړي دداسي یوه قانون اجرا ډیره بده تمامه شوې ده دتاجکستان داسلامي ګوندمشرمحي الدین کبیري دهمدغه قانون پلي کیدل ناشونی بولي نوموړي وایی چې جومات دتلونکو ځوانانوشمېر خورا زیات دي اودولت په دومره اندازه کې کارکونکي نلري چې ټول ځوانان تعقیب اوله مساجدوځخه راوګرزو ي. دتاجکستان ډیري مسلمان وګړي چې هیوادیې له افغانستان سره ډیراوږد سرحدلري دافغانستان دوګړو په څېر دحنفي مذهب پیروان دي. اونوموړي هیواد په ۹۰ لسېزه کې داسلام پالو اوډیموکرات حکومت ترمنځ دسختونښتوله تجربې ځخه هم تېرشوی دي

ندیم توخي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x