شعـــــرونه

چنار ځواني/تپاند زهاد

تپاند زهاد

ماته چي را یاده شي چنار ځواني
کله به مي هیره شي د یار ځواني

تـاتـه د دنیـا ښکلـي عـاجــزه دي
کړي چي د بارودو د سینګار ځواني

تاته به نو خود حوري موسکا کوي
ته چي ځاروي له خپل نګار ځواني

روح به یې عیلیین ته په کراره ځې
چاچي کړه قربان د دین په لار ځواني

وړې به ستر اعزاز د شهادت ګله
تاچي رب ته وقف کړه ګلزار ځواني

خود به شې خاوند د دو اویا(۷۲) حورو
تا چې لولپه کړه تر دلدار ځواني

اې (تپاندزُهاده) چي دریغ ونه کړي
کړه دې د قرانه څخه ځار ځواني

تپاند زُهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx