ټکنالوژي

ټويټر د ټرمپ حساب د تل لپاره وتړه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د خواله رسنيو مشهور شرکت ټويټر د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د واک وروستۍ ورځې شماري حساب د تل لپاره تړلی دی.

د ټويټر او د ټرمپ ترمنځ ناندرو تر هغه وروسته ډير زور واخيست چې ټرمپ ټاکنې له درغلۍ ډکې وبللې او پر خپل حساب يې د تاوتريخوال څخه ډک ټويټونه وکړل.

ټويټر د جمعې په ورځ ناوخته ويلي، «په دې اونۍ کې ځينو وحشتناکو پیښو ته په کتلو، موږ د چهارشنبې په ورځ روښانه کړې وه چې د ټویټر قواعدو څخه سرغړونې به په احتمالي توګه خورا بدې پايلې ولري».

ټويټر زياته کړې، که چيرې دغه ډول تاوتريخوالی له نورو حسابونو ترسره شي هم به له ورته بنديزونو سره مخ شي.

دا په داسې حال کې چې د خپل حساب له بندیز وروسته ټرمپ د ولسمشرۍ له رسمي حساب څخه ټویټونه کړي وو.

د ټویټر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، شرکت د ټرمپ پلویونا له لوري د نور تاوتریخوالي ویره لري، او دا پریکړه د ټرمپ وروستي ټویټونو له محتاط بیاکتنې وروسته شوې ده.

د ټرمپ د ټویټر حساب د دایمي تړلو د لاملونو په تړاو چارواکو ویلي، دوی داسې شواهد ترلاسه کړي چې د جنوري په ۱۷مه د ټرمپ پلویانو لخوا په پلازمینه کې پر ګانګرس یو بل تورن برید پلان شوی دی.

باید وویل شي چې د چهارشنبې په ورځ په امريکا کې د ټرمپ پلويانو پر کانګرس ماڼۍ بريد وکړ او ټرمپ د خپلو پلويانو دغه کار ستايلی و.

ټرمپ پر ټويټر يو له هغو کسانو څخه شمېرل کيږي چې تر ټولو زيات شاوخوا ۸۹ مليونه پلویان لري.

ددې سربېره فيسبوک هم تر هغې د ټرمپ حساب د تړلو پريکړه کړې تر څو واک په سوله ييز ډول نوي ولسمشر جو بايډن ته وسپارل شي. فيسبوک ويلي چې د تاوتريخوالي د مخنيوي په خاطر يې لږ تر لږه د راتلونکو ۱۴ ورځو لپاره د ټرمپ حساب تړلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx