افغانستان

تخار کې د نښتې پرمهال د ۶ کنډک قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د شپږم کنډک د ټولي قومندان جګړن سلطان محمد نوري په ګډون ۶ تنه دولتي عسکر وژل شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، طالبانو تیره شپه د درقد ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د عسکرو پر یوې پوستې برید کې د شپږم کنډک د ټولي قومندان سلطان محمد نوري په ګډون ۶ عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

طالبانو هم ددې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې یاده پوسته یې ځکه له منځه وړې چې د خلکو په کورونو به یې د هاوانونو ډزې کولې.

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې پر ټولو هغو دولتي پوستو د بریدونو خبرداری ورکړی وو، له کومو څخه د ملکي خلکو په کورونو او عامه ځایونو توپچي بریدونه ترسره کیږي.

تیره شپه هم د کندوز په قلعه ذال ولسوالۍ کې طالبانو د سرحدي پولیسو هغه پوسته له منځه یووړه او ۱۳ سرحدي پولیس یې په کې ووژل چې د خلکو په کورونو به یې د توپونو او هاوانونو ډزې کولې او خلک به یې «ځورول».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx