نظــر

اساسي قانون بايد څرنګه وي؟

عنایت الله خاموش

دا خو یو څرګند حقیقت دی چې اوسنی نظام د اشغالګرو په هر اړخيز ملاتړ رامنځته شوی او له غربي مفکورې څخه متأثره شویو څو افرادو یې سرپرستي په غاړه اخیستې. کوم معیارونه چې باید یو خپلواک نظام يې ولري، اوسنۍ د کابل ادارې هغه معیارونه نه دي پوره کړي. هغه قوانین چې د دوی له لورې جوړ شوي، دوی خپله ورباندې عمل نه کوي او نقض کوي. همدارنګه هیڅ پرېکړه يې له بهرنیانو څخه له مشورې پرته نه ده ترسره کړې.

د افغان خاورې له اشغال وروسته چې د همدې نظام له لوري کوم عبثیات او مفکورې، د قوانینو او اصولو په توګه تحمیل شوي، نشي کولای له افغاني و اسلامي ارزښتونو سره توافق او ورڅخه دفاع وکړي. نو ځکه خو ویلای شو چې اوسنی نظام نه استقلالیت لري، نه له اسلامي او افغاني ارزښتونو دفاع کولای شي، نه ورته درناوی لري او نه هم د افغان ملت ستونزو ته رسېدنه کولای شي.

تېره ورځ په کابل کې د اساسي قانون اونۍ د لمانځنې په موخه غونډه رابلل شوې وه. په دې غونډه کې د کابل ادارې د نورو چارواکو ترڅنګ، د ارګ دوهم مرستیال هم ګډون درلود او غونډې ته يې وینا وکړه. نوموړي وويل چې اوسنی اساسي قانون د علماء کرامو تر نظر لاندې، افغاني و اسلامي ارزښتونو ته په پام سره جوړ شوی او د افغان ملت د ستونزو حل یوازې د همدې قانون له طریقه کېدلای شي. همدارنګه موږ به په همدې قانون هیڅکله معامله ونه کړو او نه به چاته اجازه ورکړو چې په قانون معامله وکړي.

خو دغه قانون چې د اشغالګرو په خوښه تحمیل شوی، نه یواځې دا چې افغان ملت ته د منلو نه دی؛ بلکې د کابل ادارې کارمندان هم ورته درناوی نه لري او نقضوي. دوی په هغه قانون ټينګار کوي او پواسطه یې د خلکو په سترګو کې خاورې ښندې چې خپله د دوی له لورې په ځلونو نقض شوی.

اوس هم زیاتره چارې د دوی د جوړ شوي قانون خلاف روانې دي او د معاملې په صورت کې وزیران، والیان او نور لوړ پوړي و ټيټ پوړي کارمندان استخدامېږي. نه حقوقي نظم خوندي دي، نه هغه افغانان چې د دوی تر قلمرو لاندې ژوند کوي له پوره امنیت څخه برخمن او د قانون په رڼا کې ورسره چلند کېږي. نه مو ملي وحدت خوندي دی او نه هم د قانون په رڼا کې چارې سمبال شوي. اوسنی اساسي قانون یواځې د غریبې طبقې لپاره دی او په هغوی تطبیق کېږي.

لوړ پوړي چارواکې نه قانون پېژني او نه هم قانون د دې صلاحیت لري چې د دوی د فساد او نورو جنایتونو په برخه کې پرېکړي وکړي. هیڅ یوه ټولنه له قانون پرته، نه پرمختګ کولای شي او نه يې هم چارې سمبالېږي. خو دا چې زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه د؛ نو اسلامي قانون ته اړتیا لري او باید هغه څوک چې ځان مسلمان بولي، له دې واقعیت څخه سترګې پټې نه کړي چې اسلامي قانون د اسلامي ټولنې لپاره حیاتي رول لري او له اسلامي قوانینو پرته، يوه ټولنې ته اسلامي ټولنه ویلای نشو. دا سمه خبره ده چې نظام او قوانین د یوې ټولنې لپاره حیاتي ارزښت لري؛ له دې هم باید سترګې پټې نه کړو چې نظام او قوانین باید د ټولنې له فکر، کلتور او عقیدې سره په ټکر کې نه وي. خو اوسنی قانون له افغاني ارزښتونو هیڅ ساتنه نشي کولای چې څرګند مثال يې، څو ورځې مخکې د موډلینګ پروګرام و. دې پروګرام ته اساسي قانون اجازه ورکړي وه، چې زموږ ټول ارزښتونه يې پایمال کړل.

نو ویلای شو چې افغانستان یو اسلامي هیواد دی او باید ټولې چارې د اسلامي قوانینو په رڼا کې سمبال کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا اسلامی قوانین خو لږ تشریح هم کړی. مونږه د طالبانو د امارت په وخت کی کابل کی ژوند کاوه کوم قانون وایی چی یو هندو دی په زوره جومات کش کړل شی چی لمونځ وکړه؟ وایی ږیره یی زما واک یی د ملا. جنرال # به هر وخت خلک وهل او ټکول چی ږیره دی ولی لنډه کړی. ټول اسلام مختصر شوی په ږیره او پټکی کی وه. هر څومره به چی بی نظمه، ګنده او چټل وې هموغمره به په امن کی وې. کبدې جامی سپینی وې بیا به هم د طالبانو د آزار او شکنجی لاندی راتلی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx