لیکنېنظــر

سوله او وروستی چانس

ميوند جمال

که افغانانو دا وار د سولې دا چانس ضايع کړ ليکلي یې واخلئ چې دا خو څلويښت کاله شول دا جنګ به پيړۍ ونيسي او بيا به امن يوه افسانه شي.

د نجيب مصالحه ونه منل شوه وای کمزوری شو دا او هغه، همدې مجاهدينو بيا ځان سره ببر کمونستان ملګري کړل، بيا په ننګرهار کې د سولې حرکت دريو افغانانو په خپل ابتکار شروع کړ تر اخره کامياب هم شو او په پايله کې یې مسعود له وزارت دفاع لرې کړل شو خو کومې وعدې چې شوې وې د وخت لوی ګوند په لغته ووهله او افغانستان یې داخلي جنګ ته کش کړ.

بيا د يو څو افغانانو په کوښښ چې استاد محمد قطب ته مکې ته ورغلل د سولې يو بين الاسلامی غونډه جوړه شوه، بيا توافق ته ورسېدل او عهد یې وکړ خو چې کابل ته راغلل بيا یې پکې لغته ووهله.

بيا دريو افغانانو په خپلو شخصي رابطو د سعودي ابن باز او نورو سره اړيکه ونيوله بيا مکة کې د سولې جلسې وشوې او قسم یې وخوړ بيا یې پکې لغته ووهله.

همداسې په پيښور او بيا ورپسې کابل ته د ضياءالحق زوی او سعود الفيصل راغلل کابل کې غونډه وشوه خو بيا یې خبره خرابه کړه.

بيا ورپسې څه موده وروسته دوو افغانانو ټول مطرح سياسيون او قومندانان راټول کړل او له بدخشان واخله تر مزار او هراته له خوسته واخله تر کندهار ټول یې پلچرخي ته راوستل بيا توافق وشوو او بيا یې لغته ووهله.

د طالبانو او شمالي ټلوالې د سولې حرکت پيل سو خو بيا يو مشهور استاد او جنرال لغتې ووهلې.

مخکې که څه هم د څو ګوندونو ترمنځ د سولې کوښښونه ول خو دا وار د دوو طرفینو ترمنځ د سولې خبرې اترې دي.

دا وخت د هغه په پرتله ډېر بدل او پرمختللی دی، دا وار يو خوا درې لکه اردو ده او بله خوا هغه خلک چې ځان پسې یې بمونه تړل او د ۴۲ هيوادونو ټانکونو ته یې ځانونه اچول.

دا وار خبره تر هغې زوروره او خطرناکه ده.

البته يو کار کيږي چې شته، زور واکي، غاصبين او د سولې دښمن سياسيون له مخې حلال شي ايله سوله راشي او دا خلک د ارامۍ ساه واخلي.

عجبه دا ده يو خوا هم ځانته مسلمان وايي بل خوا هم خو الهي امر او شريعت بيا نه مني او د ديمو کراسۍ او شل کلنې ارزښتونو خبره کوي.

تجربه شويو باندې باور کول تيروتنه ده خو څه وکړو بله لار هم نشته، بعضې داسې خلک مو د مشرانو، سياسيونو په نوم را تپل شوي چې که غوجل کې وتړل شي هم حيوان به ترې پناه وغواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx