شعـــــرونه

وخت به راشي…/محمد اسماعيل يون

محمد اسماعيل يون

وخت به راشي نه به زور وي، نه لښکرې
نه به دلته تور دېوان وي، نه یې زغرې

نه به وي د چا سپاره، د چا اسونه
نه به وي دلته د چا خره او کچرې

سیاسي بازار به سوړ وي په وطن کې
نه به ډوزې د واکمن وي نه یې ټرې

د ماشوم رنګین خوبونه به ارام وي
نه به ډزې وي، نه ډلې ترهګرې

یوه لویه هنګامه به وي د مینې
څوک به وايي ځار جانانه څوک سندرې

د مسجد غېږ به وي خلاصه کلیسا ته
وي مسلم ته به روا شونډې کافرې

د نفرت توري به نه وي په قاموس کې
د هر چا له خولې به اوري مرغلرې

د انسان په نوم به جوړه هدیره وي
په کې ښخې به وي رنګارنګ ککرې

د خپل تېر نسل ظلمونو ته چې ګوري
ورته وايي به چې کورې، بیا هم کورې

پر افغان وطن به شال د وږمو خور وي
تر اټکه به وي منډې او چکرې

د سپین غره لمن به وکاندي مماڼې
د پامیر غرونه به ونیسي ګورګورې

بلبلان به د وطن بیا را ژوندۍ کړي
د ویدا ویدې سندرې مساپرې

زماو ستا ترمنځ به کرښې منځ کې نه وي
زه به نوم شمه د تا، ته مې نومځرې

د کینې بازار به ختم شي نړۍ کې
څوک به ګوړې خرڅوي څوک به شکرې

د انسان غېږ به وي خلاصه بل انسان ته
نه به ولي څوک نه غشي، نه ډبرې

د جنت تصویر به خور وي په جهان کې
وي به حورو سره غېږې او ډغرې

زه او یار به سره داسې مشغولا کړو
لکه بام باندې چې ګرځي دوه کوترې

یو ناڅاپه دې کې خوب څخه راویښ شوم
ما وې څه شوې یونه څه شوې ستا خبرې!؟

۲۰/۱۰/۱۳۹۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

یاره یون صاحب

په خوب کې مو دا ځینې بیتونه شیطاني دي،،،

د کاروان صاحب شاګردي وکړی ګوندې وي چې رحماني بیتونه په خوب درشي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx