ورزش

بیګ باش کې له غوره کارکردګۍ وروسته محمد نبي عربي اماراتو ته وخوځېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي په بیګ باش لیګ کې له غوره کارکردګۍ ترسره کولو وروسته ملي لوبډلې سره یوځای کېدو لپاره عربي اماراتو ته وخوځېد.

محمد نبي پر خپله انسټاګرام پاڼه دغه خبر ورکړی او لیکلي دي: «ملي دندې ته پر لاره».

دا په داسې حال کې چې محمد نبي د جمعې په ورځ په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې په ګټه په زړه پورې توپ وهنه وکړه او په یوازې ځان یې لوبډله بریا ته ورسوله.

نوموړي په دغه لوبه کې په ۴۱ توپونو د ۲ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته ۷۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د ۱۷۲ منډو هدف یې بشپړ کړ، هغه په دغه لوبه کې پر راشد خان هم یوه ستره شپږیزه ووهله.

محمد نبي د بیګ باش لیګ په لسم پړاو کې ۷ سیالۍ ترسره کړې، چې ټولې یې ۱۴۹ منډې جوړې کړې او ۴ ویکټې اخیستې دي.

د افغانستان ملي لوبډله ایرلینډ لوبډلې سره درې یو ورځنۍ سیالۍ لري چې د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه پېلیږي، د یادو سیالیو په موخه ملي لوبډله عربي اماراتو ته رسېدلې ده.

ملي لوبډله به نن شنبه له درې ورځني قرنطین وروسته په ابو ظبي لوبغالي کې تمرینات پېل کړي.

ویل کیږي چې مجیب ځدران هم د جنوري په ۱۲مه نېټه له استرالیا څخه عربي اماراتو ته لاړ شي، په داسې حال کې چې راشد خان به د جنوري په ۱۷مه دغه هېواد ته ستون شي خو نور احمد به د لیګ تر پایه ولوبیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x