افغانستان

بلخ کې د «نفوذي» برید له امله ۷ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په کالدار ولسوالۍ کې د «نفوذي» برید له امله د یوې پوستې اووه تنه پولیس وژل شوي دي.

طالبان وايي، تیره شپه د کالدار ولسوالۍ اړوند سیمه کې دوو نفوذي پولیسو د خپلې پوستې دننه ډزو کې ۷ تنه پولیس وژلي او له برید وروسته دوی سره یوځای شوي دي:

«د بلخ ولایت په کالدار ولسوالۍ کې ۲ نفوذي کسانو په پوسته کې په خپلو ملګرو مرګونی برید ترسره کړی، د راپور له مخې یادو نفوذي کسانو د مزدورو پولیسو په پوسته کې په مېشتو ګوډاګیانو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې او ۷ تنه یې ځای پر ځای وژلي دي. همداراز یې ۱ ایم ۱۶ ټوپک، ۱ ثقیل، ۸۴ میله کلاشنکوفونه ۱ نارنجک او یوه اندازه مهمات له ځان سره راوړي او تر برید وروسته روغ رمټ مجاهدینو ته رارسېدلي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په غزني او له هغه دوه ورځې وړاندې په کندهار ولایتونو کې د جلا نفوذي بریدونو له امله ۱۶ دولتي عسکر مړه شوي وو.

نفوذي بریدونه د طالبانو هغه جنګي تکتیک دی چې له امله یې هرکال ګڼو دولتي عسکرو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوړي او ترڅنګ د عسکرو ترمنځ د باور او اعتماد فضاء ته سخته صدمه رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx