fbpx
لطف الله خیرخوا

خان لالا – لطف الله خیرخوا کالم

عجب سړی دی، يوه موضوع کې ډېر ښه دلايل وايي، بله موضوع کې يوازې عاطفي وي، «نه» يې تر ټولو ښه دليل وي. پېښور کې له الهجرة والجهاد عالي مدرسې فارغ دی، حقانيه اکوړه خټک کې يې لويه دوره کړې، کويټ کې يې اقتصاد فاکولته لوستې، خو اقتصادي ژوند يې له بحرانونو ډک دی. همدې ماته ډېر خوند راکړی، چې د اقتصادياتو محصل د دين لپاره خپل اقتصاد په لغته وهلی. علامه ندوي رحمه الله فرمايي : نن داسې ځوانانو ته اړتيا ده، چې د عثمان رضي الله عنه او مصعب رضي الله عنه پليوني وي، خپل اقتصادي راتلونکی له اسلامه ځار کړي.
اوس وايه چې څوک په اسلام خپل اقتصاد پياوړی کوي، هغه به اسلام ته څومره کار کوي؟ او درځئ فکر وکړو، چې زموږ ننۍ مبارزې کومو خلکو روانې کړي، هغو خلکو چې خپل اقتصاد له اسلامه ځاروي او که هغو خلکو چې د اسلام اقتصاد له ځانه ځاروي؟

خان لالا هغه «مخلص» مجاهد دی، چې اقتصادي راتلونکی يې لمبه کړی او هم وغم يې يوازې يوازې جهاد ودعوت دی، پوره دوه کاله يې خونړی پاکستانی زندان ګاللی او همدا يې د اخلاص نښه ده(نحسبه کذلک والله حسيبه ولا نزکي علی الله احدا).

زموږ په اوږده انډيوالۍ کې خان لالا سره ايله د سږنۍ روژې پر پينځمه د يوه پينځه ورځني سفر چانس برابر شو. سهار شپږ بجې موټر کې سپاره شوو، له روغبړ او پوښتنو ګروېږنو وروسته لومړنۍ خبره په «خلافت» وڅرخېده. زموږ يو شوخ ملګري خان لالا ته زه ورمخې ته کړم، چې اشنا خو دې ډېر هيله من دی. خان لالا پر «بغدادي» ور شېوه شو، دی چې قاعدوي فکر لري، نو يو څه راته عاطفي ښکاره شو، خو يوه خبره يې ډېره خوندوره وه.

د خلافت اعمال اميرالمؤمنين وکړل او غږ بغدادي پورته کړ

دوه مثالونه يې وويل، چې ملا محمدعمر مجاهد حفظه الله خلافتي ځانګړتياوې درلودې. يوه يې دا چې د يوه عرب لپاره يې خپله واکمني، خپله زمکه، خپل لښکر او خپل پروګرام له منځه يوړ. معنا دا وه، چې ملا صيب د «امت» مفهوم پېژندلی، هغه چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : المؤمنون أمة واحدة، لايسالم مؤمن دون مؤمن. نړۍ شهيد اسامه پسې راټوله شوه، خو ملاصيب دا جګړه خپله وګڼله او دا دی تر اوسه په کې ښکېل دی.

بل مثال يې ډېر جالب و. ازبکستان کې مجاهدين محاصره شوي ول. د ډلې مشر شهيد اسامه ته راغی ورته يې وويل، چې ملګري مې محاصره دي، مصارفو ته اړتيا ده، هغه ورته درې زره ډالر ونيول چې دا مې ټول بيت المال دی، خو دا مصرف يې هله ورکړ، چې کله يې نقشه کې د مجاهدينو د محاصرې ځای وکوت او د راوتو لارې يې وسنجولې، ځان يې يقيني کړ!

چا مشوره ورکړه چې اميرالمؤمنين ته ورشه، دا خو لږې دي. وايي زړه نا زړه ورغی چې د عالمي جهاد مدعي دومره وچېړلم، دی به څه وکړي! کله چې موضوع مطرح شوه، نو اميرالمؤمنين بې له چېړلو مالي ته وويل چې پنځوس زره ډالر ورکړه. وايي د لمانځه وخت و، مسجد ته ووتو، اميرالمؤمنين راته وويل، وروسته مې بيا ووينه، زړه مې وښويېد، چې خدايه څه اندېښنه ورولوېده که څنګه، خو چې ورغلم، راته يې وويل : مصرف مې لږ درکړی، يو لک يې نورې راکړې، همغه و، چې مجاهدين سهي سلامت راووتل.

خان لالا وايي، چې خليفه نور څنګه وي، د ورورولۍ احساس او قومي تعصب غورځول، لومړی اصل دی. ځای ته ورسېدو، چا ورته د قطر دفتر لومړنۍ مطبوعاتي ناسته وښوده، د ډاکتر نعيم خبرو کې يې دا مفهوم تر غوږو شو : اسلامي امارت يوازې افغانستان پورې محدود دی، بل چا سره يې کار نه شته، نه به يې خاوره د چا پر ضد وکاريږي. خان لالا ډېر وځورېده او په نيمه رډو سترګو، وچو سپېرو شونډو يې وويل : اميرالمؤمنين خو داسې نه و!

فکري فتوی

زه خو خپله يوې نتيجې ته رسېدلی يم، چې فقهي فتوی سره سره بايد فکري فتوی هم ومنل شي، خو په يو توپير چې فکري فتوی قطعا د فقهي فتوی ځای نه شي نيولی او فکري مفتي ته «مفتي» هم نه شي ويل کېدای. ځينې مجالسو کې چې په فکري موضوعاتو بحث کيږي، موږ داسې انګېرو چې دا خلک فتواو ته اړم دي، فتوی نه وي، خو د فکري دلايلو پر اساس يوه نتيجه ګيري وي او بايد په فکري لحاظ معتبره شي. اوسني حالت کې فکري اړخ اهمالول به زموږ اوسنۍ قضيې سره ستر ظلم وي، د فکر اهميت کېدای شي له همدې وي، چې ډېرو خبرو ته زموږ د فقهې د استادانو برداشت نه رسيږي، خو د فکر استادان يې ډېرې ښې روښانوي.

خان لالا وايي د کراچۍ د مفتيانو د يوه ټرسټ مامور (افغان دی) رانه په يوه مجلس کې بې تړاوه د عزيزالله خان (حاجي دين محمد) په اړه پوښتنه وکړه، چې د دې سړي په اړه دې څه نظر دی؟ وايي ما ورته وويل د هغه صف معلوم دی، هغه چې ځان ته څه انتخاب کړي، د همغه فکر سړی دی، خو ته دې د خپل ځان غم وکړه، چې ته څوک يې؟ مسلمان به پاتې يې؟ مجلس کې پرې چا غږ وکړ، چې عزيزالله خان ولې وايي، ولې «حاجي دين محمد» نه وايې؟ ده وويل : عزيزالله خان يې خپل نوم دی او دين محمد يې جهادي نوم؛ ده اوس جهاد پريښی، زه ورته همغه پلرنی نوم اخلم او هغه سړی ګنهګار بولم، چې «حاجي» او «دين محمد» يې بولي، ځکه چې نه د حج په مقتضا برابر دی او نه د مستعار جهادي نوم په مقتضا!

خان لالا وايي يوه سړي رانه پوښتنه وکړه، چې عمرې ته روان يم او پلار دې هم روان دی، تا نه مشوره اخلم (سړی بې موقفه دی، بلکې د جهاد مخالف دی). وايي ما ورته وويل، هيڅ ثواب په کې نه شته، بلکې ګنهګارېږئ، هغه ډېر په تعجب وويل دا څه وايې؟ ما ورته وويل چې طواف کوئ او الله جل جلاله ته وايئ : لبيک اللهم لبيک. پروردګاره مطيع او منونکی ولاړ يم، تا هم منم ستا احکام هم منم، که مې په چا وراچوې هم ورځم او که مې تر چا ځاروې هم تيار يم! الله جل جلاله به درته وايي، چې له پېښوره کابل پورې تللئ، د بهرنيانو شوبلې، لښکرې، د يهودو نصارواو حاکميت، قرارګاوې، دفترونه، بالمقابل د شهيدانو وينې، زندانونه، يتيمان، کونډې او در په در مسلمانان دې نه ليدل، چې راروان يې او لبيک اللهم لبيک دې شروع کړي، الله جل جلاله به درته وايي : لا لبيک ولا سعديک!

ديني علم

اخرنۍ شپه مو د خالص بابا ما قبلِ کشر زوی (محمد) کره وه. کشر ورور يې (قاري عزيزالحق) تراويحو کې ختم شروع کړی و. موږ چې ورغلو دوی تراويح کړې وې. محمد وويل شپه به رڼوئ، ګنې ځئ! کېناستو، محمد، خان لالا ته وويل دې ورور مې حفظ مکمل کړی، ستاسو مشوره څه ده، چې مخکې څه ووايي؟ خان لالا عزيز الحق نه پوښتنه وکړه، ستا څه خوښه ده؟ عزيز وويل زما خو ديني علم ته زړه کيږي. خان لالا ورته عجبه خبره وکړه : که نيت دې لله في الله وي، نو هر علم، ديني علم دی او که نيت دې خراب وي، نو تفسير وحديث وفقه هم ديني نه دي! کوښښ وکړه، چې نيت دې سهي شي، عقيده دې برابره کړه او وړاندې ځه!

يو ورور د استاد ياسر رحمه الله خبره ياده کړه، زما خو ډېره خوښه شوه، وايي : کوم زوی يې وويل چې زه ديني علم کوم، استاد ورته وويل، چې دا د نرانو مسلک دی، که نرتوب کولی شې، ويې وايه او که يې نه شې کولی، بل څه ووايه، هسې د علماو نوم مه بدوه!

خالص بابا سپين زړی مشر

خان لالا چې د پاک نيت په تړاو يې خبرې کولې او للهيت يې موردِ بحث و، د خالص بابا ځينې مثالونه يې وويل. وايي (۱۹۹۰) کې حج ته لاړو. موږ ټول (۱۷) تنه وو. کله چې ورسېدو، فرشونه غوړېدلي ول، خالص بابا ته د يوه جهادي مشر په توګه ښه پروتوکول ترتيب شوی و. الوتکه کې اعلان وشو، چې هيڅوک دې له خپل ځايه حرکت نه کوي، د «شاه» مېلمه ښاغلی يونس خالص تاسو سره دی. لاندې سلامي ګارد او هرکلي ته راغلي مشران ولاړ دي. بابا ته وويل شول چې ته له درېوو تنو سره د شاه مېلمه يې. بابا ورته وويل، موږ (۱۷) تنه يو، درې تنه نه درکوزېږو. هغوی وويل، تاسو راکوز شئ، د هغوی غم به بيا وکړو، بابا وويل، همدا اوس به راسره کوزيږي، خو اجرآتو وخت غوښت، بابا مېلمستيا رد کړه، له خپلو ټولو ملګرو سره بې پرتوکوله راکوز شو. د تفتيش نقطه کې يو عسکر افغان و، هغه کوښښ کاوه، چې د مولوي بابا بکسونه بې پلټنې تېر شي، خبره اوږده شوه، بابا پوښتنه وکړه، چې دا څه ستونزه ده، دوی وويل، دې عسکر لانجه اچولې، عسکر يې راوغوښت ورته يې وويل : زه د پوډرو تاجر نه يم، حج ته راغلی يم، پرېږده چې سودا وباسي. همدا مهال يوې موسسې د لسو مېلمنو وړانديز وکړ، بابا رد کړ، بالاخره د ټولو مېلمستيا ومنل شوه او يو ځای لاړل.

خان لالا وايي منی ته روان وو، څو ضعيفان هم راسره وو، بابا په رش او ازدحام کې ودرېد، د شيطانانو د ويشتو لپاره يې د ضعيفانو ډبرې شمارلې چې کمې نه وي، ټول ملګري به ورته غوسه وو، چې دا سخت حالت وګوره او د بابا کارونه!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د