نړۍ

کوټه: مچ سيمه کې د وژل شوو هزاره ګانو جنازې له يوې اونۍ احتجاج وروسته خاورو ته وسپارل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بلوچستان ايالت مچ سيمه کې د يوولسو وژل شوو هزاره‌ګانو جنازې له يوې اونۍ احتجاج وروسته خاورو ته وسپارل شوې.

د تېرې شنبې په ورځ د داعش وسله‌والو د بلوچستان مرکز سويل ته شپېته کيلومټره لرې د بولان ولسوالۍ مچ سيمه کې يوولس هزاره کان کيدونکي له يرغمل کولو وروسته وژلي وو.

له دغې پېښې وروسته د وژل شوو کسانو کورونيو او هزاره ټولنې د بلوچستان په مرکز کوټې ښار کې احتجاجي پرلت پيل کړی و او ويل يې، تر څو، چې لومړی وزير عمران خان د دوی ليدو ته نه وي ورغلی، تر هغو به خپل مړي ښخ نه کړي.

د بلوچستان اعلی وزير جام کمال، د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد او ګڼ نور چارواکي د هزاره ټولنې دې احتجاجي پرلت ته ورغلي وو او له هغوی يې د جنازو د تدفين غوښتنه کوله، خو د هزاره ټولنې استازو ټينګار کاو، تر هغو به خپل مړي ښخ نه کړي، تر څو لومړی وزير عمران خان د دوی غمرازۍ ته نه وي ورغلی او بالاخره د حکومت او هزاره ټولنې مذاکرات بريالي شول او د عمران خان له ورتګ پرته يې خپل مړي يې خارو ته وسپارل.

د پاکستان د ملي پارلمان مرستيال مشر قاسم سوري د احتجاجي پرلت په ځای کې رسنيو ته وويل، چې د وژل شوو کسانو له تدفين وروسته به سمدستي لومړی وزير عمران خان او د پوځ لوی درستز ډګر جنرال قمر جاويد باجوه د غمځپلو کورنيو د تعزيت او غمرازۍ لپاره ورشي.

د حکومت او هزاره ټولنې د خبرو له بريا وروسته د مرکزي حکومت وزير علي زيدي رسنيو ته وويل، چې د احتجاجي پرلت غوښتنې منل شوي او د کوټې د احتجاجي پرلت د پای ته رسېدو سره په پلازمېنې اسلام اباد او نورو ښارونو کې د هزاره ټولنې په ملاتړ احتجاجي پرلتونه هم پای ته ورسېدل.

د هزاره‌ګانو ټولنې غوښتنه کوله، چې د بلوچستان حکومت دې ختم شي او د پاکستان مرکزي حکومت دې د هزاره ټولنې امنيت او خونديتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد ويلي، چې د هزاره ټولنې په غوښتنه يې د سيمې مرستيال کمشنر او د پوليسو مشر افسر ګوښه کړی، خو د بلوچستان ايالتي حکومت ختمول د دوی د توان کار نه دی.

د يادونې وړ ده، چې هزاره ټولنې له تېرې يکشنبې راهيسې د کوټې پر لويديځ بای پاس سړک په سخته يخنۍ کې خپل يوولس وژل شوي مړي هم پر سړک اچولي وو او سلګونو کسانو له ښځو او ماشومانو سره احتجاجي پرلت پيل کړی و، چې بالاخره د هزاره ټولنې او حکومت د مذاکراتو په نتيجه کې پای ته ورسېد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx