افغانستانسولې اړوند خبرونه

ترکمنستان: افغانستان کې د سترو پروژو پلي کېدل د سولې پروسې په بریا پورې تړلي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، هیواد یې د افغانستان د سولې د بریا لپاره هڅې کوي او باور لري چې له سولې او ثبات پرته افغانستان کې د سترو پروژو پلې کېدل شوني نه دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر «رشید مرادوف» چې په رسمي سفر کابل ته راغلی، نن یې د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا له رییس «عبدالله عبدالله» سره لیدلي دي.

پخلاینې عالي شورا وایي، په دې لیدنه کې رشید مرادوف د خپل هیواد د ولسمشر نیکې هیلي عبدالله عبدالله ته وړاندې کړې دي او ډاډ یې ورکړی چې هیواد يې د افغانستان له سولې بشپړ هر اړخیز ملاتړ کوي.

مرادوف ویلي «د ټاپي او کاسا زر په څېر د لویو پروژو هر اړخیز تطبیق د سولې پروسې په بریا پورې اړه لري او ترکمنستان تیار دی چې د مذاکره کوونکو لورو په توافق د سولې له خبرو کوربتوب وکړي.»

ورته مهال عبدالله عبدالله ترکمنستان د افغانستان یو ښه او نیک ګاونډی بللی او د سولې پروسې د بریا په برخه کې يې د یاد هیواد رول اغېزناک یاد کړی دی.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرې رواني دي او د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه د اجنډا په اړینو موضوعاتو په بحث بوخت دي.

تر دې وړاندې هم بېلابېلو هیوادونو له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې وې او د سولې پروسې د بریا په صورت کې يې افغانستان کې پانګونې ته میلان ښودلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x