نړۍ

د ډيموکراټانو ګواښ: که ټرمپ سمدستي استعفا ونه کړي، د کانګریس له لوري به استضیاح شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امريکا په کانګريس کې د ډيموکراټانو ګوند استازو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته ګواښ کړی، چې د کانګريس پر ودانۍ د ټرمپ د پلويانو برید يو جرم دی او که ټرمپ سمدستي استعفا ونه کړي، نو  دوی به يې استیضاح کړي.

د امريکا مشرانو جرګې ډيموکراټې مشرۍ نينسي پيلوسي، له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي، چې سمدستي له خپلې دندې استعفا وکړي او که داسې ونه کړي، چې دوی به اړ وي، چې ټرمپ د استیضاح لپاره ور وغواړي.

د کانګريس دواړو جرګو کې د ډيموکراټانو استازو ويلي، د دوشنبې په ورځ به پر کانګريس د يرغل په تړاو د ټرمپ پر خلاف د استیضاح پرېکړه وکړي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د ټرمپ زرګونو پلويانو پر کانګريس يرغل کړی و، چې له امله يې پنځه تنه وژل شوي او څوارلس پوليس هم په کې ټپيان وو.

نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن ويلي، د استيضاح پرېکړه د کانګريس غړو پورې تړاو لري، خو زیاته کړې يې ده، چې دی پخوا هم په دې باور و، چې ټرمپ د امريکا د ولسمشرۍ وړ نه دی او د هغه د پلويانو له لوري يې پر کانګریس شوی برید «بغاوت» بللی دی.

خو سپينې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ د استيضاح په غوښتنه خواشيني ښوولې او دا يې «سياسي انګېزه»بللې ده.

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د کانګريس ډيموکراټ غړو له لوري د ولسمشر د استيضاح غوښتنې سره به «زموږ په ستر هېواد کې شته درځونه نور هم پراخ شي.»

که د ټرمپ د استيضاح بهير پيل شي، دا به دوهم ځل وي، چې نوموړی د کانګريس له لوري استيضاح کيږي.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۹ کال په سټپمبر کې هم له واکه د ناړه ګټې اخيستو په تور کانګريس ولسمشر ټرمپ استیضاح کړی و، خو په مشرانو جرګه کې د جمهوري پلوو د استازو اکثريت و او د ټرمپ په ملاتړ يې رايې وکارولې.

د امريکا په تاريخ کې هېڅ ولسمشر دوه ځله نه دی استيضاح شوی.

که د دوشنبې په ورځ د ټرمپ د استيضاح پرېکړه وشي، نوموړی به د چهارشنبې ورځ کانګريس ته د ځواب ویلو په موخه وړاندې شي.

د چارو څارونکي وايي، د کانګريس له لوري د ټرمپ استیضاح به يوازې سمبوليکه بڼه ولري؛ ځکه د ټرمپ د واکمنۍ يوازې لس ورځې پاتې دي او د جنورۍ په شلمه به نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بايډن د امريکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx