دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتيا ده «اتمه برخه»

اسدالله رزين

محمد د شپږو کلونو و چې له خپلې مور سره چې ام ا یمن یې هم د سفر ملګرې وه یثرب ته ولاړ. او هلته یوه میاشت پاته سو. محمد د لارې په اوږدو کې له مور او ام ایمن سره په خبرو لګیا وو او دواړو داسې منلې وه لکه چې له یوه هوښیار سلا په اوږه زلمي سره د پردیسۍ مزلونه لنډوي او محمد هم کله چې به سېلۍ را والوته، نو دوی ته به یې د دریدو وویل او له سیلۍ د فنا لپاره به یې وړ ځای ورته پیدا کاوه او کله چې به شپه سوه، نو بیا به ده څار کاوه. تر څو چې به سپوږمۍ را وختله او دوی ته به یې د خوځیدو وویل.

بې له شکه د محمد له رویه دا له خطر او ستونزو ډکه لاره بیخي په امن لاره بدله سوه او دا وړوکی بهیر د بني نجار کلي او د (نابغه) کلا ته چې د یادې قبیلې مشر وو؛ ورورسید.

د ماښام شیبې وې چې د کلا له منځه د څوک یې غږ را وسو. محمد پخپل محمدي غږ کې چې د مېړانې او غیرت نښې پکې وې، ځواب ورکړ، ستاسې مېلمانه دي.
نابغه د کلا له منځه میلمنو ته ښه راغلاست وویل او دروازې ته راغی.
نابغه په ونه جګ سپین پوستی سړی و چې د سپین ژیري توب، میړانې او ښو اخلاقو نشې پکې ښکاریدې بهر ته را ووت، د نابغه هرکلی په خوله کې و چې خپلو سړو ته یې د میلمنو د اوښانو د نیولو حکم وکړ.

نابغه د خپل کور ښځې د آمنې او ام ایمن د درناوي لپاره را و غوښتې چې محمد نابغه ته مخ ور واړاوه او دا رنګه یې ځان ور وپیژاند.
ګرانه ماما! په تاسې دې سلامتیا وي. دغه دی ستاسې د خور زوی محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب ستاسې کره راغلی.
نابغه چې د محمد له مبارکې خولې په کوم کمال، جمال او فصاحت کې څه واوریدل، نو هرڅه یې پرېښودل او لکه چې پوه سو چې څوک ورکره مېلمه دی، نو یې د خپلې خوشالۍ ښکارندوینه(اظهار) بیا په داسې ډول ورته وکړه!
زه ګران، د ګران او ګرانې او د قریشو د عزتمنو زوی او د عربو ټولو سردارانو ته ښه را غلاست وایم.
ماما اوس محمد ته ځان ور نیزدې کړ او محمد هم په هغه وقار کې خپل کوچنی لاس ماما ته ور وغځاوه او ورته ویې ویل:

دغه آمنه بنت وهب زما مور او دغه بله ام ایمن زما دایه ده.

نابغه ماما نور د محمد لاس نه نیسي او په ټوله مینه یې په غیږ کې پورته کوي او په وار وار مچو کولو کې خپل له مینې ډک احساسات ورته څرګندوي.
کلا ته ننوتل او زیري کولو ته وار نور په اسانه نه پیدا کیده. څوک پسونه حلالوي ،څوک د خوب ځای جوړوي، څراغونه ولګیدل او ټول د خور او خوریي د ښه راغلاست په مراسمو کې سره ګډ سول او نابغه لوړه وکړه چې تر یوې میاشتې پورې به په ځانګړي ډول سره زما میلمانه یاست.
نابغه پوه و چې د محمد د راتلو په موخو کې یوه هم د پلار د قبر زیارت کول دي، نو ځکه نابغه د خپلې کورنۍ له نر او ښځو سره چې محمد، آمنه او ام ایمن یې بدرګه کول د عبدالله قبر ته چې له دوی ډیر نه و لرې ولاړل. د انساني تاریخ تر ټولو لویې مور د خپل وفادار، د مکې د ښایسته ځوان او ددې د ژوند د ملګري په یاد د هغه په ځای د هغه د خاورو او شګو په غونډۍ ښې ډیرې اوښکې توی کړې، د محمد اوښکو هم د مور اوښکو ته په کتو سره له ښایسته او له اوښکو ډکو سترګو را تو سوې.

محمد وژړل او د ویر دود په ویر کولو سره پای ته ورسید او ټول بیرته د نابغه کره راغلل، نابغه هرچا ته دنده ور وسپارله چې محمد باید خوشاله وساتي او په ښکلا پوره پیغله(انیسه) یې چې د نابغه وینځه وه وګومارله چې هره شیبه به د محمد په چوپړ کې اوسې.

محمد او انیسه د بې برخې توب(محرومیت) په تړاو سره شریک وو، ځکه چې محمد یتیم او آنیسه یوه په بند کې پیغله وه، نو ځکه یې ډیره مینه سره کوله او آنیسې په ټول توان د محمد د خیال ساتلو هڅې کولې.
محمد به کرۍ ورځ له خپلو همزولو او آنیسې سره تیروله، خو چې ماښام به سو،نو بیا به هغې ناستې ته ورتلو کومه چې به نابغه د قوم له مشرانو سره لرله.

یوه ورځ آنیسې محمد تر لاس نیولی و چې ام ایمن هم ورسره و او د ماشومانو لوبو ته یې ور وست، لږ ځنډ وروسته په دښته کې دوړې را ښکاره سوې، ټول پوه سول چې دا له مدینې وتلی بهیر ده چې بیرته مدینې ته را رسیږي.

ټول د بهیر په خیالو کې و، چې په خیر را ورسید، خوشالۍ سوې او نابغه هم پسونه حلال کړل او هر چا ومنله چې د بهیر پخیر را رسیدل د محمد د مبارک او نیک ګام پایله ده.

په بهیر کې د یثرب د یهودو څو تنه هم وو، خو چې سترګې یې په محمد
ولګیدې، و دریدل او له ام ایمن څخه یې وپوښتل چې: دا ماشوم د چا زوی دی.

هغې په ویاړ سره ورته وویل: هغه د محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب زوی او له قریشو یو دی. بیا یې ترې وپوښتل چې هغه ته احمد هم وایي؟
ام ایمن په هو ځواب ورکړ، خو ام ایمن په خپله اشتباه هله پوه سوه چې هغوی ډیر د محمد په شا او خوا را تاوېدل او سلايي سره کوله او ویل یې چې دا هغه ماشوم دی چې زموږ په کتابو کې د پیغمبر په نامه یاد سوی دي.

ام ایمن ډیره ووېریده او محمد یې په غیږ کې را واخست او مور ته یې راوست، بیا ام ایمن او انیسې ډیر سره وژړل او امنه یې هم خبره کړه او ورته ویې ویل چې: نور دلته پاته کیدل ښه نه دي.

آمنې مکې ته د بیرته تګ خبره له ماما خیلو سره شریکه کړه. هغوی د پاته کیدو ډیر ټینګار وکړ، خو آمنې ورسره ونه منله او په پایله کې محمد، آمنه او ام ایمن له ډېره درناوي او سوغاتو سره د مکې په لور و خوځیدل.

درې سره هر یو پخپل اوښ سپور او د بني نجار له میلمه پالنې ډیر خوښ و چې ام ایمن د بني نجار د قافلې د یهودانو خبره ورتازه کړه، خو آمنې ډاډ ور کړ چې محمد ته هیڅوک هم تکلیف نسي ور رسولای.

شپه تیره سوه او لمر هم راتود سو چې دوی د (ابواء) په نامه کلي ته ورورسیدل، آمنې محمد او ام ایمن ته وویل چې: راځئ ګرمي ده دلته به ارام وکړو، ام ایمن هم بې ځنډه د وړې خیمې په درولو پیل وکړ او محمد هم مرسته ورسره کوله، خو آمنه بې سېکه ناسته وه او له دوی سره یې هیڅ مرسته هم ونه کړای سوای،د آمنې رنګ په الوتو سو او په ګنګوړه ژبه یې محمد، محمد یاداوه، ام ایمن او محمد دواړو آمنه تکیه کړې وه او محمد ډېرې د مورې، مورې نارې پری وکړې، خو چې غوښت یې هغه ځواب یې پیدا نه کړ.

محمد او ام ایمن دواړه لاس تر زنې ناست دي او هیڅ هم نسي ورسره کولای او روح په کرار کرار د آمنې له بدنه په کوچیدو وه.

آمنې ځان مرګ ته ور نژدې کاوه، محمد آمنې ته ور نژدې کیده چې آمنې ام ایمن ته اشاره وکړه چې: ور نژدې سي، ام ایمن ور نژدې سوه او په نرم آواز یې ورته وویل: ام ایمن زه مرم او محمد په تا امانت کوم او له دې وروسته یې ته مور یې.

آمنې په دغه ستونزمن حالت کې هم دواړه ویرلي څارل چې ګریوانونه یې په اوښکو لانده دي. آمنې په نیولي آواز کې محمد ته وویل: زړور او صبور اوسه، په پاکي ژوند وکړه، ژاړه مه ټول انسانان له دغه حالته سره مخامخ کیږي.      آمنه موسکۍ او بیا یې سترګې پټې کړې او د (ابواء) په دښته کې په اوږده خوب ویده سوه او یتیم له يوې یتیمې بلې ته ور وکوچید.

آمنه په ابواء کې خاورو ته وسپارل سوه. محمد او ام ایمن دواړه تر شنه آسمان لاندې د یادې دښتې د ویر میلمانه سول، نه له آمنې تلای سوای او نه له آمنې سره پاته کیدای سوای.

هو! محمد نور هغه مور له لاسه ور کړې وه کومې چې به د محمد زړه ته د سکون پکه وهله، محمد د خوشالیو په قافله کې مکې ته نه ور ستنیده، محمد د غم په قافلو کې د یوه بوډا نیکه په هیله په مات زړه آمنه او ابواء شاته پریښودل او مکې ته د رسیدو مزل یې لنډاوه. محمد په خیالو کې و چې چیرته به کته کیږي.

د چا ور به ور ټکوي چې مکې ته ورسید او د خپل تړلي وره له مخې چې چوپه چوپتیا وه ودرید. محمد د کور ور پرانست او ور ننوت، ځان یې بلکل په یوه ویرونکي کنډواله کې ولید.

محمد په ځمکه ولوید او هر لوري ته یې د ای مورې، ای مورې نارې له خپلو اوښکو سره ګډې کړې،خو له هغه لوري یې هیڅ هم وانه ورېدل.

په دغه شیبه کې و چې عبدالمطلب هم خبر او په له غمه ډک حالت کې د کورنۍ له ټولو کسانو سره د محمد کره را ورسیدل او د هغې پاکې، هوښیارې، درنې او پت منې آمنې په مرګ یې ښې ډیرې اوښکې توی کړې، او محمد ټول راغلي په لوړ همت او بې ساري زغم سره استقبال کړل.
چې د زغم څرنګوالي یې ټول راغلي په اوښکو پاکولو اړ ایستل. د آمنې د نا څاپي مرګ په اړه له هیچا سره هم معلومات نه و، دغه د هرچا پوښتنه وه؟ ټول پټه خوله او سترګې په لاره ؤ چې په اړه یې څه واوري.

محمد چوپتیا ماته او په غم ځپلي اواز کې یې وویل: مور مې روغه جوړه وه چې زه یو ناڅاپه بیا یتیم سوم. د محمد دغه اظهار د بیا سکوت لامل سو چې: عبدالمطلب وویل! محمده نور زه ستا د مینې کور یم.

د هیڅ شې پروا به نه کوې او په پوره ډاډ به ژوند ته دوام ورکوې. یتیم اطاعت وکړ، خو خوښه یې نه وه ځکه د هغه چا په هکله هیڅ هم ونه ویل سول چې ده د مورتوب ټولې هیلې ورپورې تړلې او هغه ام ایمن وه.

عبدالمطلب ډیر ژر پوه سو او ویې ویل: چې وفاداره ام ایمن به هم د یوې مور په څیر ستا په چوپړ کې وي.

[1] محمد درشیرخوارګی ص۱۷۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x