افغانستان

د سیاسي مشرانو اندېښنې؛ حکومت وایي، هر کال ددوی پر امنیت تر یو میلیارد زیات لګښت کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې یو شمېر سیاسي مشرانو د هیواد د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د کابل حکومت مشر«اشرف غني» ته یې په یوه لیک کې ولیکل، چې پر دوی د برید په صورت کې به حکومت مسئول وي؛ د ملي امنیت شورا وایي، دوی تر خپله وسه د سیاسي مشرانو امنیت خوندي کړی او هر یوه ته یې سلګونه ساتونکي ورکړي دي.

دغه لیک چې د دوستم، محقق، کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، حامد ګیلاني اونورو سیاسي مشرانو لاسلیکونه ورباندې اخیستل شوي، حکومت پکې تورن شوی ، چې له یوې خوا د هیواد د امنیتي وضعیت په ښه والي کې پاتې راغلی او له بلې خوا یې د ولسمشرۍ ماڼۍ د پخوانیو سلاکارانو او مخکښو سیاسي مشرانو ساتونکي کم کړي؛ چې له امله یې «ترهګرو» ته زیات فرصت په لاس ورځي، څو یاد اشخاص په نښه کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند «رحمت الله اندړ» د یاد لیک په اړه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې حکومت تر خپله وسه د سیاسي مشرانو فزیکي امنیت تامین کړی او هر کال په دې برخه کې ۱.۲ میلیارده افغانۍ لګوي.

د نوموړي په خبره، حکومت کریم خلیلي ته ۱۲۵، محمد محقق ته ۱۵۰، او دوستم ته یې ۱۸۰ تنه ساتونکي ورکړي چې مصارف یې د حکومت له لوري ورکول کېږي.

اندړ ددې تر څنګ ویلي، چې که سیاسي مشران لا نورو ساتونکو ته اړتیا لري کولای شي د ملي ساتنې له عامه تصدۍ څخه یې په شخصي لګښت استخدام کړي.

یاده دې وي، چې سیاسي مشرانو په خپل لیک کې حکومت ته ګواښ کړی و چې پر دوی د هر ډول برید مسئولیت به ور له غاړې وي.

د سیاسي مشرانو اندېښنه داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې د کابل امنیتي وضعیت په بې ساري ډول خراب شوی او لوړپوړي دولتي چارواکي د ناڅرګندو وسله والو تر بریدونو لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

هههه اول خو دا سياسي مشران نه بلکي ملي خاينين دي او ملي خاينين بايد اعدام سي. بل حکومت په هيڅ قانون اړ نه دی چي دغه ملي داړه ماران په دومره لګښت وساتي. او د خوښۍ ځای دی چي دغه خاينين له ډېري وېري غو… نيولي دي. دا غازيان نجوني او بې رتبه عسکر څه کوي چي وژني يې دغه او د دوی غوندي نورو ته دې کش کړي. که غازيان دغه کار وکړي، د څومرو زهيرو زړونو تشفي به سوې وي.

عظیمی

ده دی خاءینانو ګټه افغانانو ته څه ده؟ ده دوی د امنیت د پاره ۱۵،۴ میلونه ډالره مصرف؟ ؟؟ . دا (ژوری) وینه چیښوونکی د مرګ تر ساعته په یو قسم نه بل قسم ده دی غریب ملت پر ښارګ پراته دی او د خسک یا منګوړ په شان وینه خنی زبیښی. الله مو په دی دنیا لا ذلیل که ذلیل چه یاست.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x