افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: افغانانو ته د اشرف غني د واک د بقاء په نسبت سوله مهمه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له دوام سره په یو وخت د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د خپل واک په دوام تاکید کوي او ټینګار لري، چې واک یوازې د ټاکنو له لارې انتقالوي؛ طالبانو په یوه تبصره کې ویلي، چې د اشرف غني واکمني افغانستان ته له فقر، بد بختۍ، مرګ ژوبلې، بدنامۍ او ستونزو پرته بل ارمغان نه دی راوړی؛ نو ځکه ددوی په خبره، افغانانو ته د اشرف غني د واک د بقاء په پرتله سوله ډېره مهمه ده.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر نامه لاندې خپره شوې تبصره کې اشرف غني او د نوموړي مرستیالان تورن شوي دي چې په داسې یو حالت کې چې افغانان سولې ته تر بل هر وخت ډېر اړ دي؛ دوی د خپل واک د دوام په تمه د سولې د خبرو په وړاندې خنډونه جوړوي او افغانستان خپل شخصي ملکیت بولي.

تبصره کې وړاندې راغلي، چې د اشرف غني د واک د دوام په پرتله افغانانو ته سوله ډېره مهمه ده او د واک په دوام باندې د ارګ ټینګار د سولې په وړاندې د خنډونو له جوړولو پرته بله معنا درلودلای نشي «افغان ولس په هیڅ صورت د دې ناروا اقتدار دوام نه غواړي. افغانستان تر دې ډیر لوړ او معزز دی چې یو داسې بې ريښې او پردیپال ګروپ ورباندې واک وچلوي. بالمقابل افغان ولس سولې ته اشد ضرورت لري. دې ولس څو لسیزې په نارامیو او جګړه ییز وضعیت کې تېرې کړي دي. د هیواد د آزادۍ او یوه سوله ییز اسلامي نظام لپاره یې خورا درنې قربانۍ ورکړې دي اوس د دې وخت رارسیدلی چې د ولس له خوښې سره سم یو خپلواک او صالح نظام رامنځته شي.د ارګ د واکمنو لخوا د خپل واک په غځولو ټینګار د مسئلې حل نه بلکې د مذاکراتو او سوله ییز حل په وړاندې یو خنډ بلل کیدای شي.»

د طالبانو له قوله، افغانستان د چا شخصي ملکیت نه دی چې د واک دوام يې خپل حق وګڼي.

د طالبانو له لوري پورته تبصره وروسته له هغه ده، چې وړمه ورځ ننګرهار ته د سفر په مهال اشرف غني او د هغه مرستیال «امرالله صالح» ټینګار وکړ، چې واک بل چاته نه سپاري.

غني تېره ورځ له «سي اېن اېن» تلویزون سره هم په خپله تازه مرکه کې د واک پر دوام ټینګار کړی و او په خبره يې، یوازې هغه چا ته واک سپارلای شي چې له ده سره په ټاکنو کې ودرېږي او ترې وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
16 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

هر هغه سوله چی سبب د دی کیږی چی د افغانستان اردو ړنګه شی، نظم له منځه ولاړ شی او بیا بیا انارشی او پر خپل سری راشی، بیا دی لعنت پر هغی سولی شی نه یی غواړو. سوله هغه چی هر څوک د خپل شخصی واک خاوندان شی نه دا چی ږیره زما، واک یی د ملا. سوله هغه ده چی نړی سره ځانونه عیار کړو نه دا چی د ګدایی لاسونه مو پنجابیانو ته وږد کړی وی، سوله هغه ده چی د تداوی لپاره پاکستان یا هند ته ولاړ نشو، سوله هغه ده چی مونږه هوسا ژوند راوړی،… نور لوستل »

ذیدی

اوس خو هم ګدایی کوی. د خارجیانو او نورو. اوس خو هم باکستان او هند ته مندی وهی.
که قانون لاندۍ زوند غواړی نو ولی د اسلامی قانون نه تیخته کوۍ. اوس خو هیس قانون نسته. نه دی دولت کۍ نه دۍ اوردو کی. تول رشوت قانون ده. نو ولۍ ږیره او مسجد والا قانون نه غواړۍ.

Karwan

طوطي ددالرو خانه، کومه اردو، هغه چه تنکي ځوانان د عسکر او پوليس په نوم جذبوي او بيا جنسي استفاده ځني کوي او قومندانان مو دخلکو کورو ته ورننوځي او په ښخو دجنسي تعرض په مقاومت کي دښځو ويښتان پريکوي او په مخ مخ ئي په څپيړو وهي او پچو رد ورته وائي، دخلکو کورونه په توپونو ورانوي او په ټولو بشري حقوقو پښي ږدي او داسي نور او نور! نو ځکه زه وايم، چه دنبيل جان ځوکريه ” کريم جانه” د لندن اوسيدونکيه، دا ستا اردو که سبا ړنګيږي، الله دنن ړنګه کړي، چه اولس ځني په قرار شي.… نور لوستل »

Karwan

طوطي خانه,
دبدخشان دراغستان ولسوالي دعسکرو دجنايت احوال واخله او همداسي نيمروز او فارياب ته هم سر ورښکاره کړه او بيا دځان سره فيصله وکړه چه دا دافغانستان ملي اردو ده او که يوه جنايتکاره ، خائينه اردو ده. ##. کاروان

ملا جانان

طوطي ځوانه ستا خبري د هغه خلګو استازیتوب کوي چي د افغانستان د غمیزي ریښتني عاملین دي. چاړه چي د سرو زرو سي بیا یې هم څوک په خپل نس کي نه وهي. هغه نظم چي په هغه کي د وګړو تر منځ د امتیازاتو او مسئولیتونو متوازن ویش نه وي، خواري کښو ته د پرمختګ زمینه مساعده نه وي خلګو ته د منلو نه دی. تر هغه نظم انارشي سل کرته ښه ده. لږ تر لږه غښتلو کسانو ته د پرمختګ زمینه خو برابره وي. دې نظام ته نړۍ او افغانانو ۲۰ کاله وخت ورکړ. په دې شل کاله… نور لوستل »

ترین

عجیبه ده. طالبه ته خپل کړنی بیان کړه د پل، سرک، بم چاودنو او وژنو بغیر دی افغان ملت ته څه راوړی دی

ذیدی

عجيبه بلكل ده او دا زكه چه دى طالب دى دولت وخت كى نه پل، نه سرك، نه وژونه، نه مقناطيسى چاودنى او نه قتل، نه سرقت او نه رشوت وه.
هر انسان ارامه زوند درلوده. بعضى كميانى وى خو هر سه وخت سره حل كيدى. فكر وكره چه تر اوسه به افغانستان سومره طرقى كرى وى.

ترین

هههههه طالب په وخت کی سرک هم وو؟؟؟؟؟؟ د یو تلیفون لپاره به خلک پاکستان ته روان وو

ملا جانان

ترینه ځوانه د …. ږغ په ټوخي مه ورکوه. د طالب جګړه دفاعي جګړه ده چي ظالمو او فاسدو چارواکو پر افغانانو تپلې ده. د دې هر څه مسئولیت د ولس مشر، مرستیالانو، وزیرانو، جنرالانو چارواکو او د شوراوو د وکیلانو په غاړه دی. هیڅ حکومت د خپل ولس په وړاندي د جګړې حق نلري. حکومت باید د ولس مزدور وي. کله چي پوه سو چي د بادار نه یم خوښ. پټو دي ټک وهي ځي دي. څه د پلار په میراث خو د ولس سره نه دی شریک چي چوکۍ یې په زوره اشغال کړي دي او موقفونه یې… نور لوستل »

غ.حضرت

طالب جانه! ښکاره خبره ده چی ځورېدلو افغانانو ته سوله تر هر څه مهمه ده خو ستونزه داده چی ته وولس ته د سولی د تعریف پر محتوا باور نلرې او فقط د سولی هغه تعریف ته معتقد ئې کوم چی تا ابداع کړی دی او په زور ئې د تحمیل هڅی کوې. وروره! سړی غوندی سره سم وږغېږئ څو مطلوبی نتیجې ته ورسېږئ. ددې تعهد د ماتېدو د ګناه کِفاره به دی ملت او وولس ورکړی کومه چی: تر څو میاشتو مخکی دی ویل چی قَسَم ده که د کابل د حکومت سره خبرو ته کېنم. اوس چی کېنستې… نور لوستل »

ذیدی

دى سولى تحريف دير واضع ده. دى فرعون او فرعونيانو دولت دى افغانانو لپاره صحيح نده. رشوت، فساد، دى ملت مال غلا او حاكمان په افغانانو باندى دى نه منل ور دى. په افغانستان كى دوه رقمه خلك دى. يو چه اسلامى دولت غوارى او بل چى دى فرعونيت طرفداران دى. ايا كوى شى چه سوك دى دغو فرعونى حاكمانو نه دا تقاضا وكرى چه ديرى چنئ مه وهه. هغوى دى خپل دى حاكميت لپاره به تول قربان كرى. دا چيغى پوخوا هم وهل شوى وى دى نجيب او شورى وخت كى خو نتيجه تاسو ته معلومه ده. يو اسلامى… نور لوستل »

Karwan

غ حضرته، ته له اوله همداسي # وي او همداسي به پاته شي، تر ځو چه ځوک دي # کړي. ستا # تبصيري موږ لوستلي دي. ته نه افغان ئي او نه #.
ته ديو اسلامي دولت په راتلو هيځ خوښ نه ئي، لکه ستا بادار غني #. که زه دله نږدي نه پيږنم، اما نور خلک دښه پيږني. يو وخت به دمخ # شي. # په داسي نفاق اچونکو # ، #، بي # عناصرو. کاروان

غ.حضرت

کېنه ##.

غ.حضرت

کاروانه یا کارورانه!
د هغه چا به کار وران وی کوم چی دروغ وائی.
تا څلور میاشتی او څلور ورځی مخکی ما ته لیکلی وه چی:
” زه تا پېژنم ”
او نن دی لیکلی دی
” زه تا نه پېژنم خو نور خلګ دی پېژنی “.
##د نورو پېژندګلوی به در ته ګټه و نه رسوی څو خپل ځان سم و نه پېژنې.

مجاهد

کاروان تیریږی او سپی ورته غاپی ، یعنی د کوچنو سپو غپا د لوی کاروان مزاحمت نه شی کولای. طالبان مطلوب خلک نه دی ستاسی له خاطره به دا ومنو، له ټولو یو څو پوښتنی لرم : ۱ ــــ زمونږ هیواد اشغال شوی دی که نه دی ؟ ۲ ــــ په دی اشغال کی امریکایان او اروپایان ونډه لری که نه یی لری؟ ۳ ــــ کابل کی حاکمه اداره غلامه او که د خلکو په خوښه جوړه شوی اداره ده؟ ۴ ــــ هیواد کی له جنراله تر عسکره او له ریس جمهوره تر عسکره معاش، یونیفورم او وسله څوک ورکوی؟… نور لوستل »

غ.حضرت

بیانزی لالا! یا مجاهد! !!!! لالا ! د سپی او کاروان مقوله ستا او ستا د فکری انډیوالانو په باب هم صدق کوی. اوس نو غوږ سه د خپلو پوښتونو جوابونو ته! د نن ورځی د ” اشغال ” مفهوم د پرون ورځی د اشغال د مفهوم سره توپیر لری ، اصلاً خپله اشغال یو پراخ مفهوم لری. نن ورځ نه یوازی زموږ وطن اشغال نه دی بلکه ټوله غربۍ نړۍ اشغال ده، د خلیجی هیوادونو خو اصلاً نسونه او ګېډی او کُلمې هم اشغال دی. زموږ وطن نه دا چی د څلوېښتو کلونو په بهیر کی دوه ځله اشغال… نور لوستل »

Back to top button
16
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x