نړۍ

د اندونيزيا ملکي الوتکه له پرواز وروسته نادرکه شوې، ښايي نسکوره شوي وي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د اندونيزيا ملکي الوتکه له پلازمېنې جکارتا پورته شوې او څو شېبو وروسته ورسره اړيکه پرې شوې ده.

رویټرز خبري اژانس د چارواکو له قوله ليکلي، چې« ۷۳۷-۵۰۰ » ډوله بويينګ الوتکه کې ۶۲ مسافر سپاره وو او نن ماسپښين له جکارتا د غربي کليمنتان ولايت پونټيانک ښار ته د سفر په موخه يې پرواز وکړ، چې له پرواز څو شېبې وروسته يې له رادار سره اړيکه پرې شوه.

د اندونيز د ټرانسپورټ وزير «بودي کاريا» رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي، په دغه الوتکه کې د ۱۲ عملې په شمول ۶۲ سپارلۍ هم وې.

د اندنيزيا د پلټنې او ژغورنې ادارې ويلي، چې د شمالي جکارتا په اوبو کې يې د الوتکې پلټنې لپاره ژغورونکې ډلې لېږلي دي.

ژغورونکې ډلې وايي، هڅې روانې دي، خو تر اوسه يې داسې څه نه دي موندلي، چې دوی پرې د الوتکې د پاتې شونو باور وکړي.

رپوټونه وايي، دغې الوتکې ۲۷ کاله پخوا الوتنې پيل کړې وې.

د اندونيزيا هوانوردۍ اداره وايي، د الوتکې په اړه د معلوماتو راټول پيل شوي دي.

په ۲۰۱۸ کال کې هم د اندونيزيا يوه ملکي الوتکه کې د علمې په شمول ۱۸۹ مسافر سپاره وو، چې په سمندر کې نسکوره شوه او ټولې سپارلۍ يې هم په کې ژوند له لاسه ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx