نظــر

ټرمپ او ګورباچوف

استاد نوراحمد قران مل

د نړۍ د مادي ابر قدرت(شوروي اتحاد) پر تابوت د افغانستان د سرښندو او باغزمو مجاهدینو او قربانۍ په پایله کي میخ وهل سوی و، شوروي اتحاد دوه کاله وروسته چې د خپل اقتصادي ماتې د مخنیوي په خاطر (۶) ټنه طلا تور بازار ته وړاندې کړي؛ دا مهال د یوه بل ګواښ سره مخ سو، د پخواني شوروي اتحاد پخوانی جمهور ریس او د مرکزي کمېټې منشي میخائیل سروګیویچ ګورباچوف د خپلو اعصابو د آرام په خاطر د خپلې تفریحي رخصتۍ د تېرولو په خاطر پروستوریکا پر طرحه کار کاوه، دا مهال چې شوروي پخواني جمهوریتونه د روسي کمونولټ څخه یو په بل پسې جلا کېدو ته برچپک ولاړ وه.

د شوروي اتحاد پخوانیو ماته خوړل سوو سرو کمونیستانو لا د شوروي پوځ، مرکزي کمیټې، کمونیست ګوند او د افغانستان په شمول د نورو کمونیستو حکومتونو لا د ماته خوړلي کمونیزم د بیا را ژوندي کېدو په هیله د (KGB) (۱۱) کسیزي ډلې غړي او د دولت وزیر (بوریس پوګو) د بحراني حالت څخه د شوروي د ژغورنې په نوم یوه اته کسیزه کمېټه د (ولادیمیر کریوچکُف، رئیس «کاگ‌ب»، لومړي وزیر پاولوف، دفاع ویزر دمیتري یازوف، اولګی شینین، اولګ بالکلانیف، ګنادي یانایف،اناتولي لوکیائف او …) په تشکیل جوړه کړه.

خو اصلي هدف دا و چې د شوروي د تجزيې د مخنیوي په خاطر موجوده جمور ریيس میخایل سرګیویچ ګروباچوف له دندي لرې او ټوټه کیدونکی شوروي بیرته پر خپل حال پریږدي، خو داسې ونسول، ګرباچوف د رخصتۍ له ځایه د ۱۳۹۱میلادي کال د اګسټ ۱۹نیټه د کودتاه د مخنیوي په خاطر د کودتا د مخنیوي او ماتیدو پوځ ته امر وکړ ور سره څنګ کې يې د رخصتۍ له ځایه د سرې ماڼۍ یا کرملین پر لور ستون سو، څو چې  ټوټه سوي شوروي څخه په میراث پاته روسيې ته د بوریس یلتسن و جمهوري ریاست ته يې لاره هواره کړه.

ګورو چې همغه جنګ سره په دې تفکیک چې هغه وخته له افغانستانه شورویان وتلي او شوروي پر (۱۷) ټوټې ویشل سوی و او د ګورباچوف وروسته بوریس یلتسن رئيس جمهور سوی و، (۲۰) کال وروسته چې دادی له افغانستان امریکایان په وتلو دي، ټرمپ به جوبايډن ته د فادارۍ داسي ارمغان له تر شا پریږدي لکه ګورباچوف چې یلتسن ته پریښی و، که څنګه؟

مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx