افغانستان

د عامه تصدۍ ویاند ضیاء ودان په بمي چاودنه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې د عامه تصدۍ ویاند ضیاء ودان په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.

دا پېښه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند ضیاء ودان دندې ته پر لاره ؤ، چې د رحمان بابا مینې ته څېرمه سیمه کې یې د سپرلۍ پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې.

نوموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې ضیاء ودان او د هغه موټر چلوونکی وژل شوی او یو بل ساتونکی یې ټپي دی.

په ورته مهال د کابل ښار  امنیه قومندانۍ چارواکي بیا په دغې چاودنه کې د ضیاء ودان په ګډون د ۳ تنو د مړینې او یو بل د ټپي کېدو خبر ورکوي.

که څه هم  ددې برید مسئولیت تردې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی؛ خو د کورنیو چارو وزارت ویاند یې پړه پر طالبانو اچولې او خبرداری یې ورکړی چې ددې برید ځواب به خامخا ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx