
افغانستان
نیمروز کې د دولتي الوتکو هوايي برید له امله ۱۸ ملکیان «شهیدان» شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو په هوايي برید کې د ۱۳ ملکیانو د «شهادت» خبر ورکړل شوی دی.
د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو تیره شپه د خاشرود ولسوالۍ په «منظرې» سیمه کې هوايي عملیات ترسره کړي، چې له امله یې ۱۸ تنه ولسي خلک «شهیدان شوي دي.
په ورته مهال یوې بلې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې د ملکي تلفاتو شمېره تردې هم زیاته ده.