نړۍ

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير: هند په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره د افغانستان خاوره کاروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير ضیاءالله لانګو ويلي، چې تېره اونۍ په مچ سيمه کې د يوولس هزاره‌ګانو د وژنې په تړاو يې يو شمېر بهرنيان نيولي او د دغو  وژنو تر شا يې د هند لاس بللی دی.

ضياءالله لانګو وايي، هند په ټول پاکستان او په ځانګړې توګه بلوچستان ايالت کې ترهګريز فعاليتونه کوي او د دغو ترهګريزو موخو لپاره د افغانستان خاوره کاوري.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره اونۍ په مچ سيمه کې د يوولسو هزاره‌ګانو وژنه ترهګري بللې وه او تور يې لګولی و، چې هند په پاکستان کې د شيعه او سني مذهبونو ترمنځ جنجال جوړولو ته لمن وهي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د بلوچستان ايالت په مچ سيمه کې يوولس کان کيندونکي هزاره‌ګان وژل شوي وو او د دغې پېښې پړه داعش ډلې منلې وه.

تر دې وړاندې هم لومړي وزير عمران خان، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي او د پوځ وياند تورنجنرال بابر افتخار ويلي و، چې پاکستان کې د ترهګريزو پېښو تر شا د هند لاس دی او د دغو ترهګريزو فعاليتونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.

افغانستان او هند په تېرو وختونو کې د پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي وو، خو تر اوسه يې د وروستيو تازه تورنو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې هزاره ټولنې له تېرې يکشنبې راهيسې د بلوچستان مرکز کوټې ښار کې پر لويديځ بای پاس سړک په سخته يخنۍ کې خپل يوولس وژل شوي مړي هم پر سړک اچولي وو او سلګونو کسانو له ښځو او ماشومانو سره احتجاجي پرلت پيل کړی و، چې بالاخره د هزاره ټولنې او حکومت د مذاکراتو په نتيجه کې پای ته ورسېد.

حکومتي چارواکي وايي، د دغې پېښې په اړه يې پټلنې پيل کړي او يو شمېر کسان يې نيولي هم دي، خو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته بشپړ معلومات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

هر هیواد کوښښ دا کوی چی جنګ د خپل هیواد څخه د باندی وساتی که هند دی او که پاکستان او که ایران. پر هند خو کوم سند نشته ولی پاکستان خو ښکاره د طالبان دویم کور دی.

غ.حضرت

د هند د افراطی او خبیث دولت او حکومت دی پر پدر او مادر لعنت سی امّا د پاکستان د خبیثی ادارې غلط او ګُمراه کوونکی استدلالونه هم د منلو وړ نه دی. تقریباً ټولی تروریسټی ډلی د پاکستان د دولت او د هغه د پلید بادار یعنی انګرېز په تمویل او توصیه فعّالی دی.

عبدالواحد

داعش اول په لندن کی دالتحریرپه نامه جوړسوپه نامه اسلامی ملکوکی زیاته بی سباتی برتانیا راولی اوپه فساد کی ډیرماهردی اوهم تبلیغی جماعت ددوی دفسادنمونه ده چه الله فرمایی:په قرآن نصیحت وکۍ دوی دخپلومخبرانو په واسطه دقرآن داحکامودزده کولومخ نیوۍ کړۍ دی هغه چه قرآنکریم منع کړی دوی دغه بی علمه چه دقرآنکریم په معنی اوحکموندی خبرملایان دخپلومخبرانوپه واسطه داسی عیارکړی دی چه دقرآنکریم آیات نه منی چه په کافرکیږی ټول اسلامی ملکونه بایدانګرزی مفسدین دملکه وباسی .عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x