روغتیا

امریکا کې په یوه ورځ د کرونا نوی ریکارډ، ۲۹۰ زره پېښې او ۳۶۷۶ کسان مړه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امریکا په متحده ایالتونو کې لا هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې په بې ساري ډول په چټکۍ روانې دي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۲۹۰ زره کسان نور پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

د جان هوپکنز پوهنتون په وینا، امریکا په ورځني ډول د زیاتو پېښو او په زیاتې مړینې نوی ریکارډ ثبت کړ، چې د مثبتو پېښو سربېره په کې ۳۶۷۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

باید وویل شي چې په امریکا کې تر دې دمه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ۲۱.۸ ملیونه مثبتې پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې ۳۶۸زره کسان مړه شوي دي.

امریکا په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د کرونا زیاتې پېښې په کې ثبت شوي دي، له دې وروسته هندوستان دی چې له ۱۰ ملیونو زیات کسان په کې په کرونا اخته شوي دي.

د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې د چین له ووهان ښار څخه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې چې شاوخوا د نړۍ په ۲۱۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، په دغې ویروس نږدې ۹۰ زره کسان اخته شوي او ۱.۹۳ یې مړه کړي چې له مخې یې شاوخوا ۵۰ ملیونه بیرته روغ شوي دي.

که څه هم په نړۍ کې د کرونا ضد د واکسینو استعمال په محدود ډول پېل شوی خو د ویروس دوهم نسل په رامنځته کېدو د کرونا پېښې دوه چنده زیاتې شوي دي.

د کرونا دوهم نسل په لومړي وار په برتانیا کې پېل شو چې په دغه هېواد کې د کوویډ-۱۹ مثبتې پېښې په ناڅاپي ډول دوه چنده زیاتې او نورو هېوادونو ته خپور شو.

په چین، جاپان، سویلي کوریا او یو شمېر هېوادونو کې له اوږدې مودې وروسته د کرونا پېښې مخ پر زیاتېدو دي چې له کبله یې سخت محدودیتونه وضع شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx