دا قومپالنه او زما محاسبه .. د محمود خان اڅکزي په اړه د سليم ساپي ليکنه

الله تعالی شاهد دی، چې زما د تېر کالم موخه او هدف له دې پرته نور هيڅ نه و، چې خپل سياسي قيادت د وزيرستان ځپل شويو او بې ځايه شويو کورنيو خوا ته متوجه کړم.

د حکومت او اسټيبلیشمنټ پر خلاف مې له دې مخکې هم په دې اړه درې کالمونه ليکلي دي.

تېر کالم کې مې پر مرکزي او ايالتي حکومت د نيوکو تر څنګ د مولانا فضل الرحمن، مولانا سميع الحق، اصف زرداري، ميا نواز شريف، سراج الحق، عمران خان، اسفنديار ولي خان او محمود خان اڅکزي هم يو شنګ يادونه کړې وه.
د چا په برخه يو پراګراف، د چا دوه او د چا په برخه درې پراګرفه رسيدلي وو. پر ځينو مخامخ نيوکې شوې وې، ځينو ته مې د پيغور په توګه يادونه کړې وه او ځينې بيا د طنز څپو وهلي وو.
زما نوموړی کالم ټولو ګوندونو هماغسې استقبال کړ، څرنګه د جمهوري ګوندونو خوی او عادت دی، مګر دا ځل د اڅکزي صیب ګوند د عمران خان تحريک انصاف له ګونده هم ډېر وړاندې شو او بلوچستان اسامبلۍ کې زما پر ضد تقريرونه وشول او ټولنيزو شبکو کې يې زما پر خلاف خپل زړونه ښه تش کړل. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند وياند زما پر ضد رسنيو ته يو رسمي اعلاميه ورکړه.
د جون په ۲۹ له کوټې خپريدونکې جنګ ورځپاڼه کې زما په اړه داسې ليکل شوي وو.
سليم ساپي په خپل يو کالم کې د پاکستان پر ټولو سياسي مشرانو او په ځانګړې توګه پر محمود خان اڅکزي بې ځايه نيوکې کړي او موږ دا وايو، چې پښتون، افغان ولس او پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره د سليم ساپي دښمني له هيچا پټه نه ده. د نوموړي په کړنو او تاريخ د پښتونخوا ولس، جمهوري پلوه ګوندونه ټول خبر دي. ساپی اتيايمو کلونو کې د يو تروريست ګوند فعال غړی و. پښتون ولس سره د دښمنۍ له امله نوموړی اسټيبليشمنټ او استخباراتو اوسني مقام ته رسولی دی.
رسنيو کې د ولسواکۍ او پوځي آمريت د لانجو او اړي ګړي پر مهال نوموړي تل د پوځي آمريت خوا نيولې ده. تل يې د ولسواکۍ، جمهوري قوتونو او ولسي ادارو پر ضد کړنې تر سره کړي دي.
ټول هېواد کې د نړيوالو او ځايي تروريستانو د وياند په توګه پيژندل شوی سړی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په رسمي اعلاميه کې راغلي و، چې هېواد کې زورواکي او استخبارتي کړۍ خپلې خبرې د نوموړي د کالم په واسطه خلکو ته رسوي او تل د ولس د بې لارې کولو ناکامې هڅې کوي.
اعلاميه زياتوي، چې د حکومت لخوا د ښو او بدو تروريستانو د اصطلاح د له منځه وړلو او د افغانستان او پاکستان لخوا په ګډه د ټولو تروريستانو پر ضد د يو اړخيزه پوځي عملياتو په پيل کېدو نوموړی ژورناليست نيم سوی نيم اوبه دی.
اعلاميه کې راغلي، چې سليم ساپی پر ولسواکۍ او جمهوري ادارو د خلکو د بدګومانه کولو ناکام کوښښونه کوي. نوموړی ژورناليست تل په دې اړه غلط بياني کوي، چې دا کار د نوموړي ژورناليست د ژيړ ژورناليزم “د پيسو اخيستلو ژیړه کڅوړه ترې مراد ده” يو ښه نمونه ده. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند وياند جنګ ورځپاڼې څخه غوښتي، چې د سليم ساپي سره دې سم حساب کتاب وشي.
اوس به راشو زما تېر کالم ته.
ما خپل کالم کې يوازې دومره ليکلي و
“مګر د وزيرستان د ځپل شويو کورنيو سترګې د پښتنو يو بل ليډر محمود خان اڅګزي پر لور اوړي، چې نن سبا يې پنځه واړه ګوتې په غوړيو کې دي. د ښاغلي اڅکزي د کورنۍ هر سړی د واک له خوندونه برخه وال دی او نوموړی په خپله د لومړي وزير ميا نواز شريف د ځانګړي استازي په توګه افغانستان پاکستان سره د مرستې او همکارۍ د تيارلو لپاره تل د کابل په سفرونو بوخت وي ښاغلي اڅکزي ته که پنجابي لومړي وزير ميا نوازشريف سره د اسلام اباد ماڼيو کې د ناستې پر مهال د وزيرستان بې کوره او ځپل شوي خلک نه ورياديږي، نو د کابل يه يخه مانۍ کې حامد کرزي سره د ناستې پر مهال هم ورته نوموړي ځپل شوي او بې کوره خلک نه ور ياديږي”
اوس تاسې وواياست، چې دې درې پراګرافونو کې د غلط بيانۍ او ژيړ ژورناليزم خبره کوم ځای ده؟
ايا محمود خان اڅکزي د وزيرستان له ځپل شويو کورنيو ځان خبر کړی او هغوی ته ورغلی دی؟
ايا د ښاغلي اڅکزي پنځه واړه ګوتې په غوړو کې نه دي. په خپله د ملي اسامبلۍ غړی او د لومړي وزير ځانګړی استازی، بل ورور يې د بلوچستان والي، بل ورور يې وزير او د کورنۍ نور غړي يې د پارلمان غړي دي. تاسې اوس ما پوه کړئ، چې پنځه واړه ګوتې په غوړيو کې نور څه ته وايي.
زه په دې نه پوهېږم، چې دې کې د ښکنځلو خبره کومه ده، چې د اڅکزي صیب ګوند يې غبرګون کې ماته ښکنځلې پيل کړي دي.
اڅکزی صیب ماته محترم دی او نوموړی نه يوازې د يو ستر پلار زوی دی، بلکې د زرګونو پښتنو ليډر دی او له څو کالو راهيسې نوموړي سره زما شخصې اړيکې او ملګرتيا ده. له تېرو پارلماني ټاکنو مخکې به چې کله نوموړی اسلام اباد ته راته، نو ما او ده به خاما سره ليدل.
نوموړي د جيو تلويزون ټولو پروګرامونو سره پريکون اعلان کړی و، مګر ما سره يې تل مرکې کړي دي، ځکه چې زه ورته اصولي او رښتوني ژورناليست ښکاريدم. ښاغلي اڅکزي د يو مشر ورور په توګه ماته تل نصيحت کاو، چې بايد د اسټيبليشمنټ پر ضد ډېرې سختې ليکنې ونکړم؛ ځکه د ده په وينا کېدای شي څوک مې و وژني. زما او د اڅکزي صیب د مينې او احترام دا اړيکې ختمې شوي نه دي، بلکې عارضي ستونزې پکې راغلی دي، چې د وخت په تېريدو به له منځه ولاړې شي او کله چې نوموړی له واکه بې واکه شي، نو کور ته به ورځم او پښې او ژيره به يې نيسم او که هغه مهال مې يو دوه څپېړې هم و وهي نو خوا به پرې بده نکړم.
دا خلک ولې دومره په غوسه دي او ماته ښکنځل کوي. ښکنځل خو پر ځای پريږده، چې ما خو د اڅکزي صیب په اړه دا هم نه دي ليکلي، چې له پارلماني ټاکنو وړاندې ښاغلي اڅکزي د پوځ او استخباراتو له کومو افسرانو سره ليدلي او په کومو خبرو يې سره سلا مشورې کړي دي.
په ورځپاڼه کې ليکل خو لا لويه خبره ده، ما خو په شخصي مجلسونو کې هم دا نه دي ویلي، چې ښاغلي اڅکزي لومړی وزير ميا نوازشريف څنګه راضي کړ، چې خپل ورور پرې د بلوچستان والي وټاکي او بيا د نوموړي د ټاکل کېدو لپاره یې پوځ د چا په واسطه او څه ډول راضي کړ او په کومو خبرو يې سره هوکړه کړې ده.
ما خو چا ته دا هم نه دي ويلي، چې ټاکنو لپاره ښاغلي اڅکزي دوه مرمۍ ضد موټر څنګه او له کومه په کوم شرط تر لاسه کړي دي او نه مې تر اوسه دا ويلي، چې د پنجابي لومړي وزير ميا نواز شريف د ځانګړي استازي په توګه يې کابل کې چا سره او په کومو موضوع ګانو خبرې اترې کړي دي.
د اکرم شاه لالا زړه کې له پرتو پټو رازونو هم خبر يم او له دې هم خبر يم، چې هغه له تاسې ولې خوابدی شوی دی؛ مګر تر اوسه مې هيڅ کالم کې په دې اړه څه نه دي ليکلي.
زه له دې هم خبر يم، چې اڅکزی صیب ولې د القاعده پر ضد خبرې کوي او د طالبانو په اړه هيڅ نه وايي، مګر هيڅکله مې په څرګند ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.
له دې وړاندې يو سراييکي ژورناليست د محمود خان اڅکزي پر ضد درې پرله پسې کالمونه وليکل. د نوموړي ژبه ډېره تېره او تېزه وه، مګر د هغه پر ضد نه چا ايالتي اسامبلۍ کې خبرې وکړې او نه يې پر ضد د ګوند رسمي اعلاميه خپره شوه او زما پر ضد دا هر څه وشول؛ ځکه چې زه يو پښتون يم او پښتانه مشران خپل رعيت او کشرګونه خپل غلامان بوولي او يا دا، چې دوی دا نشي زغملی، چې يو پښتون ژورناليست دې دلته ژوند وکړي.
او دا خبره، چې زه د استخباراتو په اشارو ژورناليزم کوم، نو يوازې دومره ویلی شم، چې زه هغه چا ته حلالي نشم ويلی، چې خپل سياست او صحافت د خپل وجدان او ضمير پر خلاف د پرديو د اجنډاوو، د کورنيو او بهرنيو استخباراتي کړيو د ګټو لپاره کوي.
زه د اڅکزي صیب له ټولو پلويانو غوښتنه کوم، چې ماسره په دې دعا کې ګډون وکړي، که زه به خپل ژورناليزم کې د پرمختګ لپاره د کورنيو يا بهرنيو استخباراتي کړيو په مرسته کوښښ کوم، نو الله تعالی دې ما وشرموي او کوم خلک چې خپل سياست د پرديو او کورنيو استخباراتو د ګټو لپاره کوي، نو الله تعالی دې دوی وشرموي.
او تر کومه، چې زما د محاسبې او حساب کتاب خبره ده، نو له خپلې ورځپاڼې “جنګ” څخه غوښتنه کوم، چې په دې اړه د پلټنو يو کميسيون وټاکي او د نوموړي کميسيون مشر دې ښاغلی اڅکزی وي او که زه د نوموړي د پلټنو په نتيجه کې مجرم ثابت شوم، نو سزا دې هم دی راته خوښه کړي.
او دوی، چې زما په اړه دا ويلي، چې زه د يو ترورست ګوند غړی وم، بايد روښانه شي، چې د هيڅ تروريست ګوند غړی نه وم، بلکې د اسلامي جمعيت طلبه غړی وم. که پښتون سټوډنټ فيدريشن يو تروريست ګوند وي، نو بيا به اسلامي جمعيت طلبه هم تروريست وي.
که خپل ګوند زه افغانستان ته لېږلی يم، نو اڅکزي صیب هم د پښتون سټوډنټ فيډريشن غړي محصلين افغانستان ته لېږلي دي. ښاغلی اڅکزی چې چاته تروريست وايي، نو زما او د ده ګډ ملګری ښاغلی کرزی هم يو وخت دغو تروريستانو سره ملګری و. ټول پوهيږي، چې حامد کرزي نويمو کلونو کې د حضرت صبغت الله مجددي جهادي تنظيم نجات ملي جبهې غړی و او په لومړيو کې طالبانو سره هم ملګری و. اوس خو نو اڅکزی صیب د ښاغلي کرزي نژدې دوست دی او په صفتونو يې نه مړيږي او زما توبه تر اوسه نه قبليږي.
سره له دې د جماعت اسلام پر ضد زما سلګونو کالمونه خپاره شوي دي او د اڅکزي صیب په اړه مې ايله يو کالم هم پوره نه دی ليکلی. ايا د اڅکزي صیب په دربار کې د توبې قبليدو شرط دا دی، چې زه بايد د افغانستان ولسمشر او د افغانستان د خزانې څښتن شم؟ که د توبې قبليدو لپاره د اڅکزي صیب شرط دا وي، نو دا خو مې په وسه نه ده پوره. بس زه به تل تر تله يو تروريست پاتې يم.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیف اللہ منصور
میلمه
سیف اللہ منصور

ځما یوه پوښتنه د محمود خان اچکزي څخه داده
چه مسلمان خو یی کنه؟
که ځواب یی دهو وي نو ده داخپله قواره
دکوم یو اصحابي په نمونه جوړه کړیده’

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

ډېر بېعقل يې، اسلام د چا په پېښو ندى، بلکې په نېکو اخلاقو او الله ج او بنده ترمنځ تړاؤ دى. دا د نالوستو ملايانو فتواوې پرېږده هسې ځانته ايمان مه خرابوه ته د اسلام د قضا ټېکه دار جوړ شوى يې همدا ستا تر ټولو لويه ستونزه ده. خداى دې هدايت درته وکړي ، کفر او اسلام د انسان او لوى رب العالمين پورې اړه لري چې قضا پرې وکړي، خاکى بنده څه ګنده دى.

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

سليم ساپيه ته خو له سره اصيل پښتون نه يې، ځکه د پښتنو په هکله ډېر ناوړه مالومات تا پاکستانۍ پوځي ادارې ته ورکړل. ستا تګ پنشير ته او هلته د مسعود صفت جيو ټلويزون مخته کول هم زما ياد دي. لږ و شرمېږه چې محمود خان اڅکزي صيب پسې دې رااخيستي، هغه په پښتنو کې تکړه مشر دى يوازې واک او اختيار يې له منځه تللى او ستا پشان دالخورو ګلخانانو دى هم مجبوره کړ چې انګلينډ ته کډوال شي. الله پاک دې سخته سزا درکړي چې پنجاب دې استعمالوي او ته لا هم پوه نه شوې.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

مجیب الرحمن وروره! ستا د تبصرې او سلیم صاحب د لیکنی په باره کی کوم نظر نلرم خو د سیف الرحمن صیب د تبصرې په باب دومره ویلای سم چي اکثره کامنټونه زموږ د فکری او سیاسی او فرهنګی او حتی دینی جغرافیا څخه بهر زموږ جغرافیا ته را لېږدل کیږی. ما غوندی ډېر کسان شاید د محمود خان د تفکر سره ستونزه ولری خو د ستونزی علت ددې او هغه کس د ظاهری بڼی څرنګوالی ندی. ځینی اکاډمیکی څېری په اروپا کی ژوند کوی او لباس او شمائل ئې هم غربیانو ته ورته دی خو د طالب سخت طرفداران… نور لوستل »

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

که په قواره باندی وای نو سیاف، رباتی او داسی نوری گمراه قواری چه نن په کابل کی ناست دی د افغانان د درد دواه به شوی وای. د یو شاعر شعر دی چه وایی، په ظاهر یی په خوله کی لا الهه الالله وی چه باطن یی لټوی لویه بلا وی. پدی کی هیڅ شک نه شته چی شریعت ظاهر ته گوری او نه د انسان باطن ته دا ځکه چی د هر چا د باطن څخه الله ج خبر دی خو ولی الله ج انسان ته یی دا عقل او شعور ور کڔی چه دخلکو پر اعمالو باندی… نور لوستل »