افغانستانسولې اړوند خبرونه

کریم خلیلي د یوه پلاوي په ملتیا اسلام اباد ته ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې سبا د حزب وحدت ګوند مشر «کریم خلیلي» د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ورځي او هلته د یاد هیواد له چارواکو سره د افغان سولې او اړوندو موضوعاتو په اړه غږېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې کریم خلیلي به د روانې جنوري میاشتې له ۱۱-۱۳ مې نېټې پورې په اسلام اباد کې وي او هلته به د  یاد هیواد له لومړي وزیر، د ولسي جرګې له رییس او بهرنیو چارو وزیر سره وویني او د افغان سولې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه به ورسره خبرې وکړي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې دغه سفر د سیاسي رهبرۍ تر منځ د سولې په تړاو د یوه مشترک تفاهم د رامنځته کولو  او د دواړو هیوادونو د وګړو تر منځ د اړیکو  د لا ژورولو په برخه کې د اسلام اباد د پالیسۍ برخه دی.

د خبرپاڼې په بنسټ، د پاکستان او افغانستان د ولسونو تر منځ کلتوري، تاریخي او مذهبي اړیکې ډېرې ژورې ریښي لري او پاکستان تر خپله وسه له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې یوه باثباته افغانستان ته لاره هواروي.

که څه هم کریم خلیلي د حکومت دننه کومه دنده لري؛ خو اسلام اباد ته سفر یې داسې مهال دی، چې په دوحه کې د افغانستان د سولې دویم پړاو خبرې روانې دي او مذاکراتي ټیمونو د اجنډا په اړینو موضوعاتو بحثونه پیل کړي دي.

اسلام اباد تر دې وړاندې هم د پخلاینې عالي شورا د رییس «عبدالله عبدالله» او د ولسي جرګې د رییس او بېلابېلو غړو کوربه وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x