
نیمروز: د حکومت په هوايي برید کې د وژل شویو کسانو مړي د ولایت مقام مخې ته ايښودل شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د حکومت په هوایي برید کې د وژل شویو کسانو جسدونه د سیمې د خلکو له لوري د یاد ولایت مرکز ته را انتقال کړل شوي او د احتجاج په ډول يې د والي د دفتر مخې ته ايښي دي.
حکومت تېره شپه د خاشرود ولسوالۍ اړوند «منزري» نومي سیمه کې د ولسي وګړو پرکورونو درنه بمباري کړې، چې له امله یې دیارلس تنه وژل شوي، چې له ډلې يې څلور تنه نارینه او پاتې يې ښځې او ماشومان دي.
ورته مهال یو شمېر سرچیني وايي، په هوايي برید کې اتلس تنه وژل شوي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیويي کليپونو کې د سیمې خلک وایي، چې د هوایي برید په مهال په سیمه کې هیڅ ډول نظامي تحرکات موجود نه وو او نه هم طالب جنګیاليی تر سترګو کېدل.
د سیمې خلکو د وژل شویو کسانو مړي د احتجاج په ډول د ولایت مرکز ته انتقال کړي او د ولایت مقام مخې ته يې اېښي.
د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د حکومت بمبار اتلس تنه وژلي چې ویل کېږي ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
د سیمې خلکو د وژل شویو کسانو جسدونه د ولایت مقام مخې ته د احتجاج په ډول ایښي. pic.twitter.com/F0kuh6SxG9— nunn.asia (@nunnasia) January 10, 2021
د خاشرود ولسوالۍ د ځوانانو د بنسټ مسئول «زین الله ځواک» بي بي سي ته د انځورونو په لېږلو سره ویلي، چې په پېښه کې اتلس تنه وژل شوي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي او تازه له یوې میلمستیا راستانه شوي وو.
د خاشرود د ولایتي شورا رییس هم وایي، په پېښه کې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي.
د خاشرود ولسوالۍ ولسوال بیا د پېښې په اړه له جزئياتو ورکولو ډډه کړې او له خبریالانو یې غوښتي، چې د نیمرزو ولایت د رسنیو له دفتر سره اړیکه ونیسي.
بل لور ته د نیمروز ولایت مقام بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې د خاشرود ولسوالۍ اړوند «منزري» نومي کلي کې يې د طالبانو یو مرکز په نښه کړی او د سرې قطعې دیارلس تنه غړي يې وژلي.
دفاع وزارت هم په نیمروز کې د هوایي برید له امله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د رامنځته کېدو راپورونه ردوي او ادعاء لري، چې په یاد برید کې يې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
دغه هوایي برید داسې مهال دی، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې رواني دي او حکومت په پرلپسې ډول له طالبانو غواړي چې اوربند ته غاړه کښېږدي او پر نظامي اهدافو بریدونه ودروي.