نړۍ

د سعودی مرستندویه کوميټی په افغاني ګډوالو د روژوی مبارکی میاشتی په مناسبت خرما وويشله

saudi_khurmaجبارخیل

د افغان ولس لپاره د سعودی مرستندویه کوميټی په پاكستان كي د افغان ګډوالو کبابیانو پنډغالی کی په  افغانانو باندي د روژوی مبارکی میاشتی په مناسبت خرما وويشله، په پاكستان كي د افغان كمشنري سره په همغږي د نومړي كيمپ  په 2000  كورنيو باندی 8000 کیلو ګرامه خرما وويشل شوه .

ددغه مرستو د ويشلو په وخت كي د افغانانو لپاره د سعودي مرستندوي ټولني SRCA د پيښور ددفتر مرستیال مدير  ښاغلي حاجی محمد هارون  او د افغان کمشنرۍ مرستیال ښاغلی فرمان الله  ګډون لرلو.

ښاغلی حاجی محمد هارون  د خپلي اداري په نمايندګي يي وويل چي  دغه مرستي د هاغه مرستو لړۍ ده كومي چي د خادم الحرميين الشريفين په غوښتنه د سعودي عربستان ولس د خپلو افغانانو وروڼو دپاره راليږلي دي او زياته يي كړه چي  دسعودي حكومت اوSRCA  به په مختلفو څانګو كي دافغانانو سره خپلي مرستي وغزوي او هيڅ راز مرسته به تري ونه سپموي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x