ټولنیزه برخه

د انګلېسي ژبې اووه هغه لغاتونه چې ناسم تلفظ یې عام شوی؛ سم تلفظ یې دلته زده کړئ

شمس رحمانزی

د انګلېسي ژبې دغه اووه لغاتونه د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې په مختلفو بڼو تلفظ کيږي او د هغه سيمه ييز ژبو اغېر پر پروت دی، چې خلک پرې خبرې کوي. دلته د دغه کلمو د تلفظ سمه بڼه درته لېکو.

۱- foucs: تمرکز کول. دغه کلمه (فوو-کِس) تلفظ کيږي. ناسم تلفظ یې (فوکاس) دی.

۲- develop: پرمختګ کول. سم تلفظ یې (ډېوَ لپ) دی. ځيني کسان یې (ډېوولوپ) تلفظ کوي.

۳- identify: څرګندول، مشخص کول. دغه کلمه ځيني کسان (اي-ډېنټفای) تلفظ کوي، يانې لومړی i د e په غږ تلفظ کوي، حال
دا چې سم تلفظ یې (ای-ډېنټفای) دی.

۴- mutiple: زيات، يو څو. دا کلمه هم ډېر ځلې (مول-ټېپل) تلفظ کيږي، خو سم تلفظ یې په وو نه بلکې په الف سره دی، (مَل- ټېپل) دی.

۵- says: د says جمع حالت. وروستی s یې په z سره تلفظ کيږي. لکه sez.

۶- determine: تعين کول: وروستۍ برخه mine یې (مای-ن) نه بلکې (مېن) تلفظ کيږي.

۷- puchase: اخېستل، رانېول: د دغه کلمې وروستي دوه توري se دي او عمومي فر داسې دی چې د کلمې په اخېر کې se د انګلېسي په z توري سره تلفظ کيږي، خو دغه کلمه کې یې بيا تلفظ په s سره دی، نه په z سره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

وروره انګریزی توری مو املایی غلطیانې لري

عبدالفتاح

ګران رحمانزی صاحب سلامونه او نیکې هیلې.
د تأسف سره تاسو پخپل متن کښې املايي تېروتنې کړې دي: focus تاسو foucs ليکئ، multiple تاسو mutiple ليکلئ او purchase تاسو puchase ليکلئ. په ضمن کې د multiple د لغت تلفظ مولټي پل دی. تاسو کولای شئ زما د ادعا سموالی په Google translate کې کنټرول کړئ.
مننه،
ستاسو د برياليتوب په هيله.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx