افغانستان

تخار کې ۵۲ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د تخار ولایت په نمک آب ولسوالۍ کې طالبانو ته د ۵۲ دولتي عسکرو د تسلیمېدو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې ویلي، په دغو تسلیم شوو دولتي منسبوبینو کې عسکر، پولیس او اربکیان شامل دي، چې د «دعوت او ارشاد کمیسیون» چارواکو لخوا ورته هرکلی ویل شوی او ملکي ژوند ته سوق کړل شوي دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات دویم پړاو هم پیل شوی، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته دغه لړۍ نوره چټکه شوې، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۳۰۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x