افغانستان

فاریاب: دولت آباد کې دولتي عسکرو یوځل بیا دوه تنه لارویان په ډزو وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې دولتي عسکرو یوځل بیا د لویې لارې پر سر دوه تنه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، د «آچل» او «ذکرالله» په نومونو د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي وړمه شپه ماښام اووه بجې د ولایت له مرکز میمنې ښار څخه اندخوی ولسوالۍ ته روان ؤ، چې د دولت آباد ولسوالۍ په اړونده ساحه کې دولتي عسکرو ورباندې ډزې وکړې.

د سرچینو په خبره په دغه پېښه کې دغه دواړه تنه چې عام ولسي وګړي وو وژل شوي او موټر یې هم له سړک څخه اووښتی او زیانمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم پر همدې سیمه کې دولتي عسکرو د محمدعالم په نوم د دولت آباد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی چې تازه له ترکیې څخه راستون شوی ؤ په داسې مهال په ډزو وواژه چې د رخصتیانو ورځو کې د کاري بوختیا په خاطر مزارشریف ته روان ؤ.

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ خلک شکایت کوي، چې دولتي عسکر د طالبانو د موټربم بریدونو له ویرې مسافر وړونکو او باروړونکو موټرونو ته اجازه نه ورکوي، چې د ماښام له ۶ بجو څخه د سهار تر ۷ بجو پورې د ولسوالۍ پر لاره تګ راتګ وکړي، د کومې له امله چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د محمدعالم خپلوان وايي، چې نوموړی د پلار مشر زوی ؤ او غوښتل یې د رخصتیانو په ورځو کې مزارشریف ته د کار  او مزدورۍ لپاره ولاړ شي؛ خو د دولتي عسکرو ناتاره ډزو نیمه خوا او ځوانیمرګ کړ، چې ورسره یې ټوله کورنۍ او په کلي کې سخت ویر خپور شو.

دا لومړی ځل نه دی چې د لویې لارې پر سر دولتي عسکر په ملکي خلکو ډزې کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې  وړاندې هم دولتي عسکرو د لویو لارو پر سر په خلکو او موټرچلوونکو ډزې کړي او خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې پولیسو د عبدالبصیر په نوم د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې یو تن موټر چلوونکی د لسو افغانیو د نه ورکولو له امله په ډزو «شهید» کړی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx