ورزش

پاکستان سوپر لیګ ته د راشد خان په شمول ۵ افغان لوبغاړي اخیستل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پاکستان په مرکزي ښار لاهور کې د یکشنبې په ورځ د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو سیالیو بولي ترسره شوه چې د راشد خان په ګډون په کې ۵ افغان لوبغاړي شامل شوي دي.

د یادو سیالیو د بولۍ لپاره له لسو زیاتو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه چې په بېلا بېلو کټیګریو کې شامل شوي وو چې له مخې یې راشد خان په پلاټینیم، محمد نبي او مجیب الرحمن په ډایمنډ، قیس احمد په سیلور کیټګري او نور احمد په اضافي لوبغاړو کې کې اخیستل شوی دی.

د افغانستان ملي لوبډلې تکړه توپ اچونکی راشد خان په پلاټینیم کټیګریو کې د لاهور قلندرز لوبډلې له لوري اخیستل شوی دی.

د لاهور قلندرز لوبډله چې د پاکستان غوره لیګ سیالیو تر ټولو وروستۍ لوبه ګڼل کېده وتوانېده د تېر کال سیالیو پایلوبې ته لار ومومي، خو په پایلوبه کې له ماتې سره مخ شوه.

د ملي لوبډلې غوره آلراونډر محمد نبي په ډایمنډ کټیګري کې د کراچي کینګز لوبډلې له لوري واخیستل شو. یادې لوبډلې په لومړي وار تېر کال د پي ایس ایل سیالیو اتلولي وګټله.

د افغان لوبغاړو له لوري دریم لوبغاړی مجیب الرحمن دی چې په ډایمنډ کټیګري کې د پشاور زلمي لوبډلې له لوري واخیستل شو، یادې لوبډلې په ۲۰۱۸م کال کې د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړې ده.

څلورم افغان لوبغاړی قیس احمد دی چې د کویټه ګلډیټرز له لوري په سیلور کټیګري کې اخیستل شوی دی، کویټې لوبډلې هم په ۲۰۱۹م کال کې د پي ایس ایل سیالیو اتلولي خپله کړې ده.

ددې سربېره ځوان لوبغاړی نور احمد د کراچي کینګر لوبډلې له لوري د اضافي لوبغاړي په حیث اخیستل شوی دی. که نوموړي ته موقع ورکړل شوه د محمد نبي سره به یوه لوبډله کې لوبیږي.

ټاکل شوې ده د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو سیالۍ به د فبروري میاشتې له ۲۰مې تر مارچ ۲۲مې نیټې په کراچي او لاهور ښارونو کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x