روغتیا

د انګلستان روغتونونه د کرونا له ناروغانو ډک شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د انډیپنډنټ انګلستانۍ ورځپاڼه راپور ورکوي په انګلستان کې د روغتونونو بسترونه د لومړي وار لپاره د کوویډ-۱۹ له ناروغانو ډک شوي دي.

د انګلستان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې د یکشنبې په ورځ خپاره شوي، دا مهال په ټول هېواد کې ۳۰۷۵۸ ناروغان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

که څه هم تر دې مهاله په دغه هېواد کې له ۳۰۰۰ زیات جدي ناروغان تر اکسیجن لاندې دي، خو دا شمېره د ۲۷ دیسمبر څخه دوه چنده زیاته شوې ده.

یوازې په پلازمینه لندن کې شاوخوا ۷ نیم زره د کرونا ناروغان په روغتونونو کې بستر دي، چې ددغې ښار چارواکي یې له اندېښنې سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې چې په انګلستان کې د کرونا د دوهم نسل پېښې په بې ساري ډول خپریږي او دغه کچه له تېرې میاشتې راهیسې درې چنده لوړه شوې ده.

انګلستان په نړۍ کې لومړی هېواد و چې د کرونا ضد واکسین کارول یې پېل کړل، خو د یادې ناروغۍ دوهم نسل خپریدو دغه هېواد له سخت بحران سره مخ کړی دی.

راپورونه وایي دغه هېواد به د ژمي تر پایه نږدې ټول هغه کسان ته چې عمرونه یې زیات وي او د کرونا پر وړاندې مقاومت نشي کولی واکسین کړي، تر څو د مړینې کچه راټیټه کړي.

اوسمهال په انګلستان کې دوه ډوله واکسین خلکو ته ورکول کیږي چې د فایزر-بیونټیک او مودرینا شرکت واکسین دي، خو ویل کیږي دغه پروسه لا ډیر وخت ته اړتیا لري.

تر دې دمه په ټوله برتانیا کې ۳.۲ ملیونه کسان په کرونا اخته شوي او له ۸۰ زرو زیات مړه شوي دي، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې نږدې ۶۰ زره کسان په کرونا اخته شوي او ۱۰۵۹ کسان مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x